دایکندي کې د دوه ښوونځیو رغنیزې چارې دوام لري

ناپیژنده (not verified)
شنبه ۱۳۹۹/۷/۵ - ۸:۲۱
دایکندی

ښارجوړولو او ځمکو وزارت د دایکندي ولایت په میرامور ولسوالۍ کې د شهید دستغیب ښوونځي رغنیزې چارې ۳۳ سلنه او د سیاه دره برګر ښوونځي رغنیزې چارې ۱۲ سلنه بشپړې کړې دي.

د شهید دستغیب ښوونځی په ۷۰۰ متر مربع ځمکه کې په دوه پوړونو د ۲۰ میلیونه او ۸۰۰ زره افغانیو په ارزښت او همداراز د سیاه دره برګر ښوونځی په ۷۱۷ متر مربع ځمکه کې په دوه پوړونو د ۲۴ میلیونه او ۸۰۰ زره افغانیو په ارزښت د ښارجوړولو او ځمکو وزارت له پراختیايي بودجې جوړیږي.

ښارجوړولو او ځمکو وزارت په هېواد کې د ټولګټو او ملي پروژو تطبیق ته ژمن دی څو وکولای شي له دې لارې د لرې پرتو سیمو خلکو او ښاریانو په ټولنیز ژوند کې لازمې اسانتیاوې رامنځته کړي.

###

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۴/۱۱/۱۳ - ۱۵:۱۷
Background image

په فراه ولایت کې د گلستان ولسوالۍ په توت سیمه کې د مسجد شریف له ودانیزو چارو څارنه وشوه

۱۴۴۷/۰۸/۱۴

د فراه ولایت د کور او ښار جوړولو ریاست تخنیکي ټیم د گلستان ولسوالۍ په توت سیمه کې د یو باب مسجد شریف له ودانیزو چارو څارنه وشوه.

د فراه ولایت د کور او ښار جوړولو محترم رئیس. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۱۱/۱۳ - ۱۴:۲۹
Background image

په ننګرهار ولایت کې د څو ولسوالیو تاریخي ځایونو جي پي ایس سروې او تخنیکي څارنه ترسره شوه

۱۴۴۷/۰۸/۱۴

د ننګرهار ولایت د کور او ښار جوړولو ریاست د پخوانیو ښارونو د ساتنې مدیریت تخنیکي ټیم، د اطلاعاتو او کلتور ریاست د پخوانیو ښارونو د ساتنې مدیریت له ټیم سره په همغږۍ، د هسکې. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۱۱/۱۳ - ۱۱:۱
Background image

په سرپل ولایت کې د شهیدانو او معلولینو چارو ریاست د انګړ د شنې ساحې او پلې‌لارو د طرحې او ابتدایي براورد ترتیب بشپړ شو

۱۴۴۷/۰۸/۱۴

د سرپل ولایت د کور او ښار جوړولو ریاست له لوري، د ولایت محترم مقام د لارښوونې پر بنسټ او د چاپېریالي وضعیت د ښه‌ والي، د ظاهري ښکلا د لوړولو او د مراجعینو او کارکوونکو لپاره. . .

BACK TO NEWS

ښاغلی مولوي نجیب الله حیات حقاني 

 

3 میاشتې ago

د خپل خدای، مسلمان ملت او هېواد پر وړاندې ځان مسئول ګڼو اوخپله دنده ګڼو چې د ښاري پراختیا، اقتصادي او ټولنیزې ودې او چاپېریال ساتنې ته کار وکړو.
ژمن یوو او هڅې مو پیل کړي چې د کور او ښار جوړولو وزارت په یو خدماتي او ځواب ویونکي وزارت بدل کړو چې تل به د ابادۍ او ټولګټو پروژو د پلې کولو لپاره کار کوي او دغه برخه کې به روڼتیا، هڅونې او کارموندنې ته زمینه برابره کړو.

د کور او ښار جوړولو وزارت وزیر
د کور او ښار جوړولو وزارت