خوست ولایت کې ۲۰۲۱۴۲ جریبه دولتي ځمکه ثبت شوه

ښارجوړولو او ځمکو وزارت په هېواد کې د دولتي ځمکو د بانک برنامې له لارې په خوست ولایت کې 202142 جریبه دولتي ځمکه سروې او ثبت کړې ده.
له دې شمېر څخه، 190798 جریبه سپینه دولتي او پاتې 11344 جریبه ځمکه د دولت تر استفادې لاندې عامه مکلیتونه دي.
ښار جوړولو او ځمکو وزارت تر اوسه په هېواد کې ۶ میلیونه جریبه دولتي ځمکه ثبت کړې او ژمن دی چې د دولتي ځمکو ثبت سره به؛ د ټولګټو پروژو تطبیق او عملي کولو ته زمینه مساعده کړي.
###