خوست ولایت کې لسګونه جریبه نوره ځمکه هم سروې شوه
۱۴۴۶/۰۷/١٨
د کور او ښار جوړولو وزارت د سروې او جي ای، ایس ریاست محترم رئیس حافظ انجنیر محمد یو سف لطیف وایي، د ریاست اړوند تخنیکي او مسلکي ټیم یې خوست ولایت کې (169.772) جریبه ځمکه توپوګرافي سروې کړه.
ښاغلی انجنیر لطیف وایي، یاد ټیم یې دغه ځمکه د خوست ولایت په نادر شاه کوټ ولسوالۍ کې سروې کړه.
نوموړی وایي، له دغې سروې یې موخه دا وه چې د یادې ولسوالۍ لپاره تفصیلي پلان ترتیب شي.
د کور او ښار جوړولو وزارت له ځمکو د سمې استفادې په موخه سروې کوي او بیا یې د ټولګټو پروژو د تطبیق لپاره چمتو کوي.