خوست ولایت کې د بهرنیو چارو ریاست ته مهندسي نقشه جوړه شوه
10/7/1445
د خوست ولایت د کور او ښار جوړولو محترم رئیس مولوي حضرت جمال وایي، د دې ریاست اړوند انجنیري ټیم په یاد ولایت کې د بهرنیو چارو محترم ریاست په غوښتنه د دغه تعمیر د لومړي پوړ مهندسي نقشه طرحه او ډیزاین کړه.
دغه راز، د کور او ښار جوړولو ریاست مسلکي او تخنیکي ټیم، د خوست ولايت د نفت او ګازو مديريت د اداري تعمير د لندسکېپ پروژې، د خوست ولايت ګمرک رياست د ليليې تعمير، د خوست ولايت د کرکټ ډګر د ترمیم له چارو څارنه وکړه.
د خوست د کور او ښار جوړولو ریاست وایي، په دې ولایت کې د رغنیزو پروژو له چارو په دوامداره توګه څارنه کېږي او تر ممکنه بریده د خپل سرو رغنیزو چارو مخنیوی کېږي.
د کور او ښار جوړولو وزارت د دولتي ادارو په غوښتنه د یادو ادارو لپاره د تعمیر نقشې جوړوي او د تطبیق له چارو یې څارنه کوي، تر څو يې چارې په انجنیري اصولو برابرې تر سره شي.
-------------------------------------------
د نورو خبرونو لپاره زموږ له ټلیګرام، فېسبوک، ټوېټر، ملګري او ویب سایټ له خبري چینلونو سره ملګري شئ⬇️
WhatsApp:
https://chat.whatsapp.com/FnOgiA7hU1H3y1w3FrV0uh
Malgari:
https://www.malgari.com/?cache=1673066126#
YouTube channel:
https://www.youtube.com/
Tel:
https://t.me/mudh_af
Web:
https://mudh.gov.af/dr
FB page:
https://www.facebook.com/profile.php?id=100087195086592
نښه: کابل، درېیم مکروریان، ازادۍ مطبعې او شش درک سړک ته مخامخ، ختیځ لورته د کور او ښار جوړولو وزارت.