جوزجان کې د ۲۰۰ کیلو ولټه انتقالي بریښنا پايو د مالکيت حق تثبيت چارې بشپړې شوې
ښار جوړولو او ځمکو وزارت د جوزجان ولایت په مرکز شبرغان ښار کې د ۲۰۰ کیلو ولټه انتقالي برېښنا پروژې د ۱۸۹ پايو د نصب لپاره د ځمکو مالکيت حق تثبيت چارې پایته ورسولې.
له دې ډلې څخه ۶۳ پايې په دولتي ځمکه او پاتې ۱۲۶ پايې د خلکو په شخصي ځمکو کې تثبيت شوي دي.
ښارجوړولو او ځمکو وزارت په شبرغان ښار کې د بریښنا ستنو د مالکیت حق تثبیت چارو له بشپړولو سره، بریښنا شرکت ته ستنو نصبولو او د یادې پروژې عملي کار ته زمینه مساعده کړه.