جوزجان ولایت کې د ښاري تخلفاتو په له منځه وړلو کار پیل شو

org_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۳/۱۰/۴ - ۱۳:۳۷
جوزجان

۱۴۴۶/۰۶/ ۲۲

د کور او ښار جوړولو وزارت د ښاري تخلفاتو مخنیوي ریاست محترم رئیس مولوي عبدالمنان حقاني وایي، تخنیکي ټیم یې د جوزجان ولایت د کور او ښار جوړولو محترم ریاست، د یاد ولایت د محترمو استخباراتو، محترم ښاروالۍ، ټولګټو چارو محترم ریاست او محترم امنیه قوماندانۍ په همکارۍ د ښاري تخلفاتو پېژندلو او مخنیوي برخه کې کار پیل کړ.

ښاغلی مولوي حقاني وایي، یاد تخنیکي ټیم د (L) او (H) پروژو په شنو ساحو کې د پلان خلاف د استوګنیزو نمرو جوړولو په موخه ځمکې وېشل شوي دي.

دغه راز نوموړی وایي، په (F) پروژه کې سوداګریزه ساحه په خپل سر او غیر قانوني په استوګنیزه بدله شوې او پلورل شوې ده.

دوی وایي، هڅې روانې دي چې د ښاري تخهلفاتو مخنیوی وشي او په تړاو یې متخلفینو ته عامه پوهاوی هم ورکړل شو.

د کور او ښار جوړولو وزارت هڅې پیل کړي چې په ټولو ولایتونو کې د پلان خلاف تعدیلات او نور ښاري تخلفات په نښه او د اړوندو ادارو په همکارۍ له منځه یوسي.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۶/۲۵ - ۱۵:۵
Background image

په کابل کې د سره میاشت ښارګوټي له غیرمجازو ودانیزو چارو څخه څارنه وشوه

۱۴۴۸/۴/۳

د کور او ښار جوړولو وزارت د ښاري سرغړونو د مخنیوي عمومي ریاست اړوند د ښاري تخلفاتو د مخنیوي ریاست تخنیکي ټیم د کابل ښار په پنځمه ناحیه کې د سره میاشت ښارګوټي له ودانیزو چارو. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۶/۲۵ - ۹:۴۲
Background image

د سیرت النبي ﷺ د لومړۍ برخې له تدریس وروسته له کارکوونکو ازموینه واخیستل شوه

۱۴۴۸/۴/۳

د کور او ښار جوړولو وزارت د دعوت او ارشاد محترم ریاست د کلني پلان له مخې او د اسلامي امارت د دعوت او ارشاد د محترم عمومي ریاست د کتبي هدایت پر بنسټ، د وزارت ټولو مرکزي. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۶/۲۵ - ۹:۲۰
Background image

په نوي کابل ښار کې د ۲.۱ برخې تفصیلي پلان منظور شو

۱۴۴۸/۴/۳

د کور او ښار جوړولو وزارت د محترم وزیر الحاج مولوي نجیب‌الله حیات حقاني له لوري، د نوي کابل ښار د لومړي فاز د ۲.۱ برخې تفصیلي پلان منظور شو.

د دغه پلان د منظورۍ چارې د محترم. . .

BACK TO NEWS

ښاغلی مولوي نجیب الله حیات حقاني 

 

10 میاشتې 3 اونی ago

د خپل خدای، مسلمان ملت او هېواد پر وړاندې ځان مسئول ګڼو اوخپله دنده ګڼو چې د ښاري پراختیا، اقتصادي او ټولنیزې ودې او چاپېریال ساتنې ته کار وکړو.
ژمن یوو او هڅې مو پیل کړي چې د کور او ښار جوړولو وزارت په یو خدماتي او ځواب ویونکي وزارت بدل کړو چې تل به د ابادۍ او ټولګټو پروژو د پلې کولو لپاره کار کوي او دغه برخه کې به روڼتیا، هڅونې او کارموندنې ته زمینه برابره کړو.

د کور او ښار جوړولو وزارت وزیر
د کور او ښار جوړولو وزارت