جوزجان ولایت کې د تدریس شوو دیني عقایدو ازموینه واخیستل شوه

org_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۳/۴/۱۹ - ۱۴:۳۸
jozjan

۱۴۴۶/۰۱/۰۳

جوزجان ولایت کې د کور او ښار جوړولو ریاست محترم رئیس مولوي عبدالله فیضان وایي، د دغه ریاست کار کوونکو ته د تدریس شوو دیني درسونو او عقایدو لیکنیزه ازموینه واخیستل شوه.

نوموړی وایي، په جوزجان ولایت کې د کور او ښار جوړولو ریاست اړوند امام او مدرس مولوي فیض الله بوراني له لوري د دعوت او ارشاد محترم ریاست د نصاب مطابق د اونۍ په اوږدو کې تدریس کېږي.

ښاغلی مولوي عبدالله فیضان وایي، دا ازموینه ډېره رڼه او په ارامه فضا کې ترسره شوه چې پایلې به یې وروسته شریکې شي.

هغه وایي، موخه دا ده چې کار کوونکو له دیني اصولو، قوانینو او مقرراتو سره اشنا او خپلې ورځنې چارې د دیني مسایلو په رڼا کې سرته ورسوي.

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۵/۴/۶ - ۱۴:۱۸
Background image

د الشفاء روغتون د دویمې برخې د کانکریټ اچونې له چارو تخنیکي څارنه وشوه

۱۴۴۸/۱/۱۱

د کور او ښار جوړولو وزارت د ښاري تخلفاتو د مخنیوي او د پروژو د تطبیق د څارنې محترم عمومي ریاست اړوند د لابراتوار ریاست تخنیکي ټیم د الشفاء روغتون د دویمې برخې پروژې، چې د. . .

شنبه ۱۴۰۵/۴/۶ - ۱۳:۵۲
Background image

د کور او ښار جوړولو وزارت ته د استوګنیزو او ښاري پراختیايي پروژو لپاره د ځمکو د انتقال بهیر ترسره شو

۱۴۴۸/۱/۱۱

د اسلامي امارت د زعیم عالیقدر امیر المؤمنین حفظه الله د حکم په اساس، د استوګنیزو پروژو د تطبیق او خلکو ته د اسانتیاوو برابرولو په موخه یوپنځوس (۵۱) جریبه ځمکه په کابل کې د. . .

شنبه ۱۴۰۵/۴/۶ - ۱۱:۱۶
Background image

د کابل ښار د څلورمې ناحیې په تایمني پروژه کې د ساختماني فعالیتونو څارنه وشوه

۱۴۴۸/۱/۱۱

د کور او ښار جوړولو وزارت د کیفیت کنټرول او ښاري تخلفاتو د مخنیوي عمومي ریاست اړوند د ښاري تخلفاتو د مخنیوي ریاست تخنیکي ټیمونو د خپلو دوامداره څارنو په لړ کې د کابل ښار. . .

BACK TO NEWS

ښاغلی مولوي نجیب الله حیات حقاني 

 

8 میاشتې ago

د خپل خدای، مسلمان ملت او هېواد پر وړاندې ځان مسئول ګڼو اوخپله دنده ګڼو چې د ښاري پراختیا، اقتصادي او ټولنیزې ودې او چاپېریال ساتنې ته کار وکړو.
ژمن یوو او هڅې مو پیل کړي چې د کور او ښار جوړولو وزارت په یو خدماتي او ځواب ویونکي وزارت بدل کړو چې تل به د ابادۍ او ټولګټو پروژو د پلې کولو لپاره کار کوي او دغه برخه کې به روڼتیا، هڅونې او کارموندنې ته زمینه برابره کړو.

د کور او ښار جوړولو وزارت وزیر
د کور او ښار جوړولو وزارت