جوزجان ولایت کې څه باندې ۲۹۰ زره جریبه دولتي ځمکه ثبت شوه
ښارجوړولو او ځمکو وزارت هېواد کې د ځمکو بانک برنامې د پلي کېدو پر مهال ،جوزجان ولایت اړوندو سېمو کې په ۲۸۲ قطعو کې ، ۲۹۰ زره او ۷۰۷ جریبه دولتي ځمکه او ملکیتونه سروې او ثبت کړي دي.
له دې شمېر څخه، ۲۳۱زره او ۲۶ جریبه سپینه دولتي ځمکه او پاتې، ۵۹ زره او ۱۷۴ جریبه د دولت تر استفادې لاندې عامه ملکیتونه دي ،چې د دې ولایت په مرکز او ولسوالیو کې ثبت شوي دي.
ښارجوړولو او ځمکو وزارت تر دې دمه، د هېواد په ۳۲ ولایتونو کې په ۷۱۱۰ قطعو کې ، ۷ ملیونه ۱۲۰ زره او ۷۸۷ جریبه دولتي ځمکه او ملکیتونه د حکومت د اقتصادي او پراختیایی پلانګذاریو د ښه تطبیق په موخه سروې او ثبت کړي دي.