تازه؛ په څلورو ولایتونو کې ۱۲۴۱ راستنو شویو مهاجرو کورنیو ته د استوګنې نمرې ووېشل شوې

org_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۵/۳/۱۲ - ۱۱:۲
مهاجرین

۱۴۴۷/۱۲/۱۶

د کور او ښار جوړولو وزارت په مشرۍ د راستنو شویو مهاجرو د دایمي مېشتېدنې او د ځمکو د وېش کمېټې له لوري، په څلورو ولایتونو کې ۱۲۴۱ راستنو شویو مهاجرو کورنیو ته د استوګنې نمرې ووېشلې.

له دغې ډلې، په ننګرهار ولایت کې ۵۸۴ راستنو شویو مهاجرو کورنیو ته، په فاریاب ولایت کې ۳۹۷ کورنیو ته، په فراه ولایت کې ۱۳۳ کورنیو ته او په هلمند ولایت کې ۱۲۷ راستنو شویو کورنیو ته د استوګنې نمرې وسپارل شوې.

په ټوله کې د تېرې دوشنبې ورځې، په جریان کې ۱۲۴۱ راستنو شویو کورنیو ته د دایمي استوګنې لپاره د ځمکو نمرې ووېشل شوې، چې موخه یې د راستنېدونکو هېوادوالو د سرپناه اړتیاوو ته رسېدنه او د هغوی لپاره د مناسب ژوند زمینه برابرول دي.

تر دې مهاله په ټول هېواد کې د استوګنیزو ځمکو د وېشل شویو نمرو شمېر ۳۶ زره او ۹۶۰ ته رسېدلی، چې د راستنو شویو مهاجرو د دایمي مېشتېدنې په برخه کې د روانو هڅو څرګندونه کوي.

ټینګار پر دې دی، چې د راستنېدونکو مهاجرو د ملاتړ، دایمي مېشتېدنې او د ژوند د اسانتیاوو د برابرولو بهیر به لا هم په چټکۍ سره دوام ومومي او هڅې روانې دي چې لا ډېرو  راستنو شویو مهاجرو کورنیو ته ورته خدمتونه او اسانتیاوې برابرې شي.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۵/۲۹ - ۱۲:۵۹
Background image

د حج او اوقافو وزارت د اداري مجتمع د پلان د نهايي کېدو په اړه ناسته ترسره شوه

۱۴۴۸/۳/۶

د ارشاد، حج او اوقافو وزارت مسلکي معین، محترم الحاج مولوي حافظ محمد حامد حسیب، او ورسره مل پلاوي، د کور او ښار جوړولو وزارت د ښاري چارو له معین، محترم شیخ مدارعلي کریمي. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۵/۲۹ - ۱۱:۱۶
Background image

د کابل–بګرام سړک پروژې د چارو د چټکتیا په موخه ساحوي ناسته وشوه

۱۴۴۸/۳/۶

د کابل–بګرام سړک پروژې د چارو د چټکتیا او د پاتې خنډونو د هواري په موخه، د پروژې په ساحه کې د برېښنا شرکت له تخنیکي ټیم سره ګډه ساحوي ناسته ترسره شوه.

په دې ناسته کې د پروژې. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۵/۲۹ - ۹:۴۱
Background image

په شینډنډ کې د دوو کانالونو د جوړولو له چارو څارنه وشوه

۱۴۴۸/۳/۶

د هرات ولایت د شینډنډ ولسوالۍ د معارف سړک شمالي کانال او د ښاروالۍ ریاست د ودانۍ جنوبي کانال د جوړولو د چارو د کیفیت او تخنیکي معیارونو د ارزونې په موخه څارنه ترسره شوه.

د. . .

BACK TO NEWS

ښاغلی مولوي نجیب الله حیات حقاني 

 

9 میاشتې 3 اونی ago

د خپل خدای، مسلمان ملت او هېواد پر وړاندې ځان مسئول ګڼو اوخپله دنده ګڼو چې د ښاري پراختیا، اقتصادي او ټولنیزې ودې او چاپېریال ساتنې ته کار وکړو.
ژمن یوو او هڅې مو پیل کړي چې د کور او ښار جوړولو وزارت په یو خدماتي او ځواب ویونکي وزارت بدل کړو چې تل به د ابادۍ او ټولګټو پروژو د پلې کولو لپاره کار کوي او دغه برخه کې به روڼتیا، هڅونې او کارموندنې ته زمینه برابره کړو.

د کور او ښار جوړولو وزارت وزیر
د کور او ښار جوړولو وزارت