بیش از ۱۴۰ هزار جریب زمین دولتی در بادغیس سروی و ثبت گردید

ناپیژنده (not verified)
دوشنبه ۱۳۹۸/۹/۴ - ۹:۸
بادغیس

بادغيس کې له ۱۴۰ زره جريبو څخه زياته دولتي ځمکه سروې او ثبت شوه

ښار جوړولو او ځمکو وزارت د دولتي ځمکو د بانک له پيل راهيسې په بادغيس کې ۱۴۳۷۰۴ جريبه ځمکه او دولتي املاک سروې او ثبت کړي دي.

له دې ډلې څخه په ۲۸ قطعو کې ۱۴۲۷۲۰ جريبه سپينه دولتي ځمکه او په ۷۲ قطعو کې ۹۸۴ جريبه د دولت تر استفادې لاندې عامه ملکيتونه دي چې د بادغيس ولايت په مرکز او بېلابېلو ولسواليو کې موقعيت لري.

ښار جوړولو او ځمکو وزارت د هېواد په ۲۸ ولايتونو کې تر اوسه ۴ ميلیونه ۵۶۹ زره او ۱۰۲ جريبه ځمکه او دولتي املاک سروې، نقشه او ثبت کړي دي.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۸/۱۲ - ۱۳:۵۱
Background image

د کابل ښار د اتمې امنیتي حوزې ترڅنګ او د رحمان مېنې تفریحي پارک څخه څارنه وشوه

۱۴۴۸/۵/۲۲

د کور او ښار جوړولو وزارت د کنترول، کیفیت او د ښاري سرغړونو د مخنیوي ریاست اړوند د ښاري سرغړونو د مخنیوي ریاست تخنیکي ټیمونو د منظمې څارنې په لړ کې، د کابل ښار د اتمې ناحیې. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۸/۱۲ - ۱۰:۳۰
Background image

په ننګرهار کې د ۶۰۳ جریبه ځمکې توپوګرافي سروې بشپړه شوه

۱۴۴۸/۵/۲۲

د کور او ښار جوړولو وزارت د سروې او جي ‌ای ‌اېس ریاست تخنیکي ټیم د ننګرهار ولایت د بهسود ولسوالۍ اړوند د بحرآباد سیمې د ۶۰۳ اعشاریه ۴۳۳ جریبه ځمکې توپوګرافي سروې بشپړه کړه.

. . .
سه‌شنبه ۱۴۰۵/۸/۱۲ - ۱۰:۱۶
Background image

په سره میاشت ښارګوټي کې د ښاري اصولو خلاف ساختماني فعالیتونه بیا ودرول شول

۱۴۴۸/۵/۲۲

د کور او ښار جوړولو وزارت د کنترول، کیفیت او د ښاري سرغړونو د مخنیوي عمومي ریاست اړوند د ښاري سرغړونو د مخنیوي ریاست تخنیکي ټيمونود کابل ښار د پنځمې ناحیې اړوند د سره میاشت. . .

BACK TO NEWS

ښاغلی مولوي نجیب الله حیات حقاني 

 

۱ کال ago

د خپل خدای، مسلمان ملت او هېواد پر وړاندې ځان مسئول ګڼو اوخپله دنده ګڼو چې د ښاري پراختیا، اقتصادي او ټولنیزې ودې او چاپېریال ساتنې ته کار وکړو.
ژمن یوو او هڅې مو پیل کړي چې د کور او ښار جوړولو وزارت په یو خدماتي او ځواب ویونکي وزارت بدل کړو چې تل به د ابادۍ او ټولګټو پروژو د پلې کولو لپاره کار کوي او دغه برخه کې به روڼتیا، هڅونې او کارموندنې ته زمینه برابره کړو.

د کور او ښار جوړولو وزارت وزیر
د کور او ښار جوړولو وزارت