بلخ کې له ۵۰ زره جريبو زيات څړځايونه ثبت شول
ښار جوړولو او ځمکو وزارت په هېواد کې د څړځايونو د سروې، نښه کولو او ثبت لړۍ په دوام تر اوسه د بلخ ولايت په مرکز او ولسواليو کې په ۹ قطعو کې ۵۰۳۰۱ جريبه څړځايونه سروې او ثبت کړي دي.
ښار جوړولو او ځمکو وزارت د څړځايونو د سروې او ثبت په لړ کې تر اوسه په ۲۸ ولايتونو کې ۷۹۳۶۶۹ جريبه خاص او عام څړځايونه سروې او د دولتي او عامه ځمکو په بانک کې يې ثبت کړي دي.