بلخ کې له ۳ زره جريبو زياته ځمکه استرداد شوه
ښار جوړولو او ځمکو وزارت په دې وروستيو کې د بلخ ولايت په خلم ولسوالۍ کې ۳۰۲۸ جريبه دولتي ځمکه د غاصبينو له منګولو خلاصه کړې ده.
د بکر او باير ډوله دا ځمکه له ډيرې مودې راهيسې د ځايي زورواکو تر شخصي استفادې لاندې وه، خو اوس د ښار جوړولو او ځمکو وزارت په زيار ترې معقولې او موثرې استفادې لپاره زمينه برابره شوې ده.
ښار جوړولو او ځمکو وزارت د بلخ ولايت په څو ولسواليو کې تر اوسه په ټوليز ډول ۱۵۷۴۴ جريبه دولتي ځمکه د غاصبينو له منګولو خلاصه کړې ده.