بلخ کې له ۲۵۰ جريبو څخه زياته دولتي ځمکه سروې او ثبت شوه

ناپیژنده (not verified)
دوشنبه ۱۳۹۸/۱۱/۱۴ - ۱۱:۶
بلخ

ښار جوړولو او ځمکو وزارت د دولتي ځمکو د بانک له پيل راهيسې په بلخ ولايت کې ۲۴۳ زره ۸۸۴ جريبه ځمکه او دولتي املاک سروې او ثبت کړي دي.

له دې ډلې څخه په ۳۳ قطعو کې ۲۲۴ زره ۶۵۵ جريبه سپينه دولتي ځمکه ده او په ۱۰۳ قطعو کې ۲۹۲۲۹ جريبه دولتي املاک دي چې د بلخ ولايت په مرکز او بېلابېلو ولسواليو کې موقعيت لري.

ښار جوړولو او ځمکو وزارت تر اوسه د هېواد په ټولو ولايتونو کې په ۵۷۳۲ قطعو کې ۵ ميليونه ۱۱۲ زره او ۳۶ جريبه ځمکه او دولتي املاک سروې، نقشه او ثبت کړي دي.

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۵/۴/۲۰ - ۱۴:۶
Background image

په لښکرګاه ښار کې د یوه پټرول پمپ له ودانیزو چارو څخه تخنیکي څارنه ترسره شوه

۱۴۴۸/۱/۲۵

د هلمند ولایت د کور او ښار جوړولو ریاست د ښاري سرغړونو مخنیوي تخنیکي ټیم د ورځنیو څارنو په لړ کې، د لښکرګاه ښار د شپږمې ناحیې په مربوطاتو کې د یوه پټرول پمپ له ودانیزو چارو. . .

شنبه ۱۴۰۵/۴/۲۰ - ۱۲:۱۷
Background image

په لښکرګاه ښار کې د یوه ګدام له ودانیزو چارو څخه تخنیکي څارنه ترسره شوه

۱۴۴۸/۱/۲۵

د هلمند ولایت د کور او ښار جوړولو ریاست د ښاري سرغړونو د مخنیوي تخنیکي ټیم د ورځنیو څارنو په لړ کې، د لښکرګاه ښار د درېیمې ناحیې په مربوطاتو کې د یوه ګدام له ودانیزو چارو څخه. . .

شنبه ۱۴۰۵/۴/۲۰ - ۱۱:۱۰
Background image

د کابل – بګرام ستراتیژیک سړک د لومړي پړاو چارې په چټکۍ روانې دي

۱۴۴۸/۱/۲۵

د کور او ښار جوړولو وزارت د نوي کابل ښار د پراختیا محترم عمومي ریاست تر چتر لاندې، د کابل – بګرام ستراتیژیک سړک د لومړي پړاو د ۲.۶ کیلومتره برخې د هوارولو او بنسټیزو چارو. . .

BACK TO NEWS

ښاغلی مولوي نجیب الله حیات حقاني 

 

8 میاشتې 2 اونی ago

د خپل خدای، مسلمان ملت او هېواد پر وړاندې ځان مسئول ګڼو اوخپله دنده ګڼو چې د ښاري پراختیا، اقتصادي او ټولنیزې ودې او چاپېریال ساتنې ته کار وکړو.
ژمن یوو او هڅې مو پیل کړي چې د کور او ښار جوړولو وزارت په یو خدماتي او ځواب ویونکي وزارت بدل کړو چې تل به د ابادۍ او ټولګټو پروژو د پلې کولو لپاره کار کوي او دغه برخه کې به روڼتیا، هڅونې او کارموندنې ته زمینه برابره کړو.

د کور او ښار جوړولو وزارت وزیر
د کور او ښار جوړولو وزارت