بلخ ولایت کې عملاً اړمنو مهاجرو کورنیو ته د نمرو د وېش لړۍ پیل شوې
۱۴۴۷/۶/۲۷
د اسکان دایمي کمېټې په مشرۍ د کور او ښار جوړولو وزارت په شاوخوا ۲۹ ولایتونو کې تر ۶۰ پورې ښارګوټي ډیزاین کړي او د نورو لپاره هم تابیا روانه ده.
د کور او ښار جوړولو وزارت محترم وزیر الحاج مولوي نجیب الله حیات حقاني ټینګار کوي چې دغه پروسه دې لاچټکه شي، ترڅو اړمنې مهاجرې کورنۍ د دایمي اوسېدنې لپاره ځای ترلاسه او د مسکن زمینه ورته برابره شي.
په دې لړ کې، د هغه کورنیو نومونه د لیست په بڼه شریک کېږي، چې تازه یې په بلخ ولایت کې د مهاجرینو په ښارګوټو کې یوه یوه نمره ترلاسه کړې ده.
