بلخ ولايت کې ۵ جريبه دولتي ځمکه استرداد شوه
ښار جوړولو او ځمکو وزارت له غاصبينو د ځمکو د خلاصون په لړ کې دا ځل په بلخ ولايت کې ۵ جريبه ځمکه استرداد کړه.
دا ټوټه ځمکه د بلخ ولايت په کلدار ولسوالۍ کې له څو کلونو راهيسې د غاصبينو تر استفادې لاندې وه او اوس د ښار جوړولو او ځمکو وزارت په زيار ترې د موثرې او معقولې استفادې لپاره زمينه برابره شوه.
ښار جوړولو او ځمکو وزارت په ټول هېواد کې تر اوسه ۵۰۰ زره جريبه دولتي ځمکه د غاصبينو له منګولو خلاصه کړې چې په دې ډله کې شاوخوا ۸۰- زره جريبه يوازې په بلخ ولايت کې استرداد شوې ده.