بلخ ولايت کې ۵۰۰ جريبه دولتي ځمکه استرداد شوه

ناپیژنده (not verified)
سه‌شنبه ۱۳۹۸/۱۲/۱۳ - ۱۰:۳۵
بلخ

ښار جوړولو او ځمکو وزارت په هېواد کې د دولتي ځمکو د استرداد په لړ کې د بلخ ولايت په نهرشاهي ولسوالۍ کې ۵۰۰ جريبه ځمکه له غاصبينو خلاصه کړې ده.

ياده ځمکه چې پخوا د ځايي زورواکو تر شخصي استفادې لاندې وه، اوس د ښار جوړولو او ځمکو وزارت په زيار ترې د معقولې او موثرې استفادې لپاره زمينه برابره شوه.

ښار جوړولو او ځمکو وزارت تر اوسه په ټول هېواد کې ۱۵۷۴۴ جريبه دولتي ځمکه له غاصبينو خلاصه کړې او ټاکل شوې چې تر دې وروسته هم دې لړۍ ته دوام ورکړي.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۸/۴ - ۱۴:۲۷
Background image

د ارزګان ولایت د هوايي ډګر د پارکینګ، دروازې او سړک د ودانیزو چارو څارنه وشوه

۱۴۴۸/۵/۱۴

د ارزګان ولایت د کور او ښار جوړولو ریاست اړوند تخنیکي ټیم د یاد ولایت د هوايي ډګر د شنو ساحو، د موټرو تمځای، دروازې او سړک د ساختماني چارو د پرمختګ ارزولو په موخه له اړوندې. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۸/۴ - ۱۴:۴
Background image

د لوګر ولایت په برکي برک ولسوالۍ کې د سړک جوړولو چارو ۴۲ سلنه پرمختګ کړی

۱۴۴۸/۵/۱۴

د لوګر ولایت د کور او ښار جوړولو ریاست اړوند انجینري ټیم د برکي برک ولسوالۍ له بازار څخه تر شیخ خېل سیمې پورې د سړک جوړولو له چارو څخه نظارت ترسره کړ.

د یاد سړک د جوړولو په. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۸/۴ - ۱۰:۴۹
Background image

د ارزګان ولایت په زندان کې د نظامي بندیانو د بلاک د ساختماني چارو څارنه وشوه

۱۴۴۸/۵/۱۴

د ارزګان ولایت د کور او ښار جوړولو ریاست اړوند تخنیکي ټیم د یاد ولایت په زندان کې د نظامي بندیانو لپاره د جوړېدونکي بلاک د ساختماني چارو د پرمختګ او کیفیت د ارزونې په موخه. . .

BACK TO NEWS

ښاغلی مولوي نجیب الله حیات حقاني 

 

11 میاشتې 4 اونی ago

د خپل خدای، مسلمان ملت او هېواد پر وړاندې ځان مسئول ګڼو اوخپله دنده ګڼو چې د ښاري پراختیا، اقتصادي او ټولنیزې ودې او چاپېریال ساتنې ته کار وکړو.
ژمن یوو او هڅې مو پیل کړي چې د کور او ښار جوړولو وزارت په یو خدماتي او ځواب ویونکي وزارت بدل کړو چې تل به د ابادۍ او ټولګټو پروژو د پلې کولو لپاره کار کوي او دغه برخه کې به روڼتیا، هڅونې او کارموندنې ته زمینه برابره کړو.

د کور او ښار جوړولو وزارت وزیر
د کور او ښار جوړولو وزارت