بلخ ولايت کې ۳۰ جريبه ځمکه استرداد شوه
د ښار جوړولو او ځمکو وزارت د دولتي ځمکو د استرداد په لړ کې په بلخ ولايت کې ۳۰ جريبه دولتي ځمکه د غاصبينو له منګولو خلاصه کړه.
دا ټوټه ځمکه د بلخ ولايت په کلدار ولسوالۍ کې له څو کلونو راهېسې د زورواکو په ولکه کې وه چې اوسمهال د ښار جوړولو او ځمکو وزارت په زيار ترې د موثرې استفادې لپاره زمينه برابره شوه.
د ښار جوړولو او ځمکو وزارت په ټول هېواد کې تر اوسه ۵۰۰ زره جريبه ځمکه د غاصبينو له منګولو خلاصه کړې او د موثرې استفادې لپاره يې چمتو کړې ده.