بلخ ولايت کې له ۳۰۰ جريبو زیاته دولتي ځمکه استرداد شوه
ښار جوړولو او ځمکو وزارت د دولتي ځمکو د استرداد په لړ کې دا ځل د بلخ ولايت په دهدادي ولسوالۍ کې ۳۱۳ جريبه غصب شوې دولتي ځمکه د غاصبينو له منګولو وژغورل شوه.
دا بکر او باير ډوله ځمکه له څو کلونو راهېسې د ځایي زورواکو تر شخصي استفادې لاندې وه، خو اوس د ښار جوړولو او ځمکو وزارت په زيار ترې د معقولې او موثرې استفادې لپاره زمينه برابره شوه.
ښار جوړولو او ځمکو وزارت تر اوسه د بلخ ولايت په مرکز او ولسواليو کې په ټوليز ډول ۱۵۷۴۴ جريبه ځمکه د غاصبينو له منګولو خلاصه کړې ده.