بغلان ولایت کې د یوه ښوونځي د رغولو چارې روانې دي

ښارجوړولو او ځمکو وزارت د بغلان ولایت په تاله او برفک ولسوالۍ په کنج شور سیمه کې د یوه ۱۰ټولګۍ ښوونځي ودانۍ رغوي.
دغه ښوونځي په ۷۹۷ متر مربع ځمکه د دوه پوړو کې د ښارجوړولو او ځمکو وزارت د انکشافي یودیجې څخه په ۲۵ میلیون او ۸۰۰ زره افغانیو په مالي لګښت جوړیږي.