بدخشان کې د دوه ښوونځیو رغنیزې چارې بشپړې شوې

ناپیژنده (not verified)
شنبه ۱۳۹۹/۵/۲۵ - ۸:۱۶
بدخشان

ښارجوړولو او ځمکو وزارت د رغنیزو پروژو د تطبیق په دوام، د بدخشان ولایت د یفتل ولسوالۍ کې په انار درې کلي کې د یو ۱۰ صنفي ښوونځي او په قدق کلي کې د یو ۶ صنفي ښوونځي رغنیزې چارې بشپړې کړې.

د انار درې کلي ۱۰ صنفي ښوونځی په ۶۷۰ متر مربع ځمکه کې په دوه پوړونو د ۲۶ میلیونه افغانۍ په ارزښت او د قدق کلي ۶ صنفي ښوونځی په ۶۴۵ متر مربع ځمکه کې په دوه پوړونو د ۱۹ میلیونه افغانیو په ارزښت جوړیږي.

ښارجوړولو او ځمکو وزارت په ورستیو درې کلنو کې په هېواد کې د ۱۰۳۰ رغنیزو پروژو چارې پیل کړي چې له دې ډلې د ۱۵۰ پروژو چارې بشپړې شوي، ۴۰۰ پروژې تر کار لاندې دي او پاتې یې په سروې، ‌ډیزاین او تدارکاتي مرحله کې دي.

###

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۸/۵ - ۱۲:۴
Background image

د پنجشېر ولایت د پېښو پر وړاندې د مبارزې د چمتوالي ریاست د اداري ودانۍ د جوړولو له چارو څخه څارنه تر سره شوه

۱۴۴۸/۵/۱۵

د پنجشېر ولایت د کور او ښار جوړولو ریاست اړوند موظفو انجینرانو د ولایت مقام د لارښوونې او د پېښو پر وړاندې د مبارزې د چمتوالي ریاست د وړاندیز پر بنسټ، د یاد ریاست د اداري. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۸/۵ - ۱۱:۳۲
Background image

د لوګر ولایت په خروار ولسوالۍ کې د جامع جومات د جوړولو چارې ۵۰ سلنه پرمختګ لري

۱۴۴۸/۵/۱۵

د لوګر ولایت د کور او ښار جوړولو ریاست اړوند انجینري ټیم د خروار ولسوالۍ په ګران کلي کې د یوه باب جامع جومات د جوړولو له چارو څخه نظارت ترسره کړ.

د یاد جامع جومات د جوړولو. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۸/۴ - ۱۴:۲۷
Background image

د ارزګان ولایت د هوايي ډګر د پارکینګ، دروازې او سړک د ودانیزو چارو څارنه وشوه

۱۴۴۸/۵/۱۴

د ارزګان ولایت د کور او ښار جوړولو ریاست اړوند تخنیکي ټیم د یاد ولایت د هوايي ډګر د شنو ساحو، د موټرو تمځای، دروازې او سړک د ساختماني چارو د پرمختګ ارزولو په موخه له اړوندې. . .

BACK TO NEWS

ښاغلی مولوي نجیب الله حیات حقاني 

 

۱ کال ago

د خپل خدای، مسلمان ملت او هېواد پر وړاندې ځان مسئول ګڼو اوخپله دنده ګڼو چې د ښاري پراختیا، اقتصادي او ټولنیزې ودې او چاپېریال ساتنې ته کار وکړو.
ژمن یوو او هڅې مو پیل کړي چې د کور او ښار جوړولو وزارت په یو خدماتي او ځواب ویونکي وزارت بدل کړو چې تل به د ابادۍ او ټولګټو پروژو د پلې کولو لپاره کار کوي او دغه برخه کې به روڼتیا، هڅونې او کارموندنې ته زمینه برابره کړو.

د کور او ښار جوړولو وزارت وزیر
د کور او ښار جوړولو وزارت