بدخشان کې د دوه ټولګټو پروژو رغنیزې چارې دوام لري
ښارجوړولو او ځمکو وزارت د بدخشان ولایت په یفتل پایان ولسوالۍ کې د اورینګ ۱۲ صنفي ښوونځي رغنیزې چارې ۳۵ سلنه او د شکي ولسوالۍ اداري ودانۍ رغنیزې چارې ۴۰ سلنه بشپړې کړي دي.
د اورینګ ۱۲ صنفي ښوونځی په ۷۰۴ متر مربع ځمکه کې په دوه پوړونو د ۳۲ میلیونه او ۲۰۰ زره افغانیو په ارزښت او د شکي ولسوالۍ اداري ودانۍ په ۵۰۰ متر مربع ځمکه کې په درې پوړونو د ۲۲ میلیونه او ۸۰۰ زره افغانیو په ارزښت د ښارجوړولو او ځمکو وزارت له پراختیايي بودیجې جوړیږي.
د ټولګټو پروژو تطبیق د ښارجوړولو او ځمکو وزارت کاري لومړیتوب دی او دې وزارت د حکومت پراختیايي او اقتصادي پلان جوړونې او د پالیسیو د تطبیق په برخه لوړ ګامونه پورته کړي دي.
###