بدخشان کې د دوه تحصیلي پروژو رغنیزې چارې دوام لري

ناپیژنده (not verified)
چهارشنبه ۱۳۹۹/۶/۱۹ - ۷:۵۰
بدخشان

ښارجوړولو او ځمکو وزارت د بدخشان پوهنتون کتابتون ودانۍ رغنیزې چارې ۶۱ سلنه او د فیض اباد ښار د شپږمې ناحیې په دشت شهدا سیمه کې د بدخشان د ښوونې او روزنې پوهنتون ودانۍ رغنیزې چارې ۶۲ سلنه بشپړې کړي دي.

د بدخشان پوهنتون د کتابتون ودانۍ په ۶۴۵ متر مربع ځمکه کې په درې پوړونو د ۳۶ میلیونه افغانیو په ارزښت د مالیې وزارت له پراختیايي بودیجې او همداراز د بدخشان د ښوونې او رزونې پوهنتون ودانۍ په ۴۰۶ متر مربع ځمکه کې په دوه پوړونو د ۱۶ میلیونه افغانیو په ارزښت د لوړو زده کړو وزارت له پراختیايي بودیجې جوړیږي.

د ویلو ده چې ښارجوړولو او ځمکو وزارت د افغانستان په وده او ابادۍ کې د لوړو زده کړو وزارت ارزښت ته په کتو د دې بنسټ رغنیزو پروژو ته لومړیتوب ورکوي.

###

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۹ - ۹:۳۷
Background image

د لوګر په څرخ ولسوالۍ کې د ښوونکو ښارګوټي د سړکونو پلان لاسلیک شو

۱۴۴۸/۴/۱۸

د کور او ښار جوړولو وزارت محترم وزیر الحاج مولوي نجیب‌الله حیات حقاني د لوګر ولایت د څرخ ولسوالۍ اړوند د ښوونکو ښارګوټي د سړکونو پلان لاسلیک کړ.

یاد سړکونو پلان په ۳۸۵ جریبه. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۸ - ۱۵:۳۱
Background image

په پروان کې د ۳۰ متري سړک د موازي کرښو د تثبیت لپاره توپوګرافي سروې پیل شوه

۱۴۴۸/۴/۱۷

د کور او ښار جوړولو وزارت د سروې او جي ای ایس ریاست تخنیکي ټیم د پروان ولایت د مرکز اړوند، د پوهنتون له درې‌لارې څخه تر هوفیانو پورې د ۳۰ متري سړک د دواړو غاړو د موازي کرښو د. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۸ - ۱۳:۵۶
Background image

په میمنه ښار کې د ښاري سرغړونو د مخنیوي په موخه څارنه ترسره شوه

۱۴۴۸/۴/۱۷

د فاریاب ولایت د کور او ښار جوړولو ریاست اړوند د ښاري سرغړونو د مخنیوي تخنیکي ټیم، د خپل کاري پلان له مخې، د میمنې ښار په بېلابېلو ناحیو کې د تازه جوړېدونکو ودانیو څارنه او. . .

BACK TO NEWS

ښاغلی مولوي نجیب الله حیات حقاني 

 

11 میاشتې ago

د خپل خدای، مسلمان ملت او هېواد پر وړاندې ځان مسئول ګڼو اوخپله دنده ګڼو چې د ښاري پراختیا، اقتصادي او ټولنیزې ودې او چاپېریال ساتنې ته کار وکړو.
ژمن یوو او هڅې مو پیل کړي چې د کور او ښار جوړولو وزارت په یو خدماتي او ځواب ویونکي وزارت بدل کړو چې تل به د ابادۍ او ټولګټو پروژو د پلې کولو لپاره کار کوي او دغه برخه کې به روڼتیا، هڅونې او کارموندنې ته زمینه برابره کړو.

د کور او ښار جوړولو وزارت وزیر
د کور او ښار جوړولو وزارت