بدخشان ولایت کې د یو پمپ سټېشن چارې وځنډول شوې

org_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۳/۱۱/۲۳ - ۱۰:۱۷
بدخشان

۱۴۴۶/۸/۱۲

د بدخشان ولایت د کور او ښار جوړولو ریاست محترم رئیس مولوي ولي الله الهي وایي، د دې ریاست اړوند له ښاري تخلفاتو د مخنیوي مدیریت تخنیکي او مسلکي ټیم د فیض اباد ښار بتاش ګلدان په وروستۍ برخه کې د یو پمپ سټېشن ودانیزې چارې وځنډولې.

ښاغلی مولوي الهي وایي، دغه پمپ سټېشن پخوا د ټولو اصولو او قانون خلاف عمل کاوه چې، اوس یې بیا د لا پراختیا او ترمیم چارې دوی سره له همغږۍ پرته په خپل سر پیل کړې وې چې، وځنډول شوې.

نوموړی وایي، د یاد پمپ سټېشن مالک کومه منل شوې نقشه هم نه لري او د طرزالعمل خلاف کار کوي چې، دوی ریاست ته ورغوښتی، چې له اصولو او طرزالعمل یې خبر کړي.

د کور او ښار جوړولو وزارت د هر ډول ابادۍ لپاره خپل اصول او قانون لري چې، هېوادوال یې باید مراعات کړي او خپلې چارې یې له مخې تنظیم کړي.

دغه وزارت هېچاته اجازه نه ورکوي چې، خپلسري کارونه وکړي او په ښارونو کې بې نظمي او ګډوډي پیدا کړي.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۶/۲۵ - ۱۵:۵
Background image

په کابل کې د سره میاشت ښارګوټي له غیرمجازو ودانیزو چارو څخه څارنه وشوه

۱۴۴۸/۴/۳

د کور او ښار جوړولو وزارت د ښاري سرغړونو د مخنیوي عمومي ریاست اړوند د ښاري تخلفاتو د مخنیوي ریاست تخنیکي ټیم د کابل ښار په پنځمه ناحیه کې د سره میاشت ښارګوټي له ودانیزو چارو. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۶/۲۵ - ۹:۴۲
Background image

د سیرت النبي ﷺ د لومړۍ برخې له تدریس وروسته له کارکوونکو ازموینه واخیستل شوه

۱۴۴۸/۴/۳

د کور او ښار جوړولو وزارت د دعوت او ارشاد محترم ریاست د کلني پلان له مخې او د اسلامي امارت د دعوت او ارشاد د محترم عمومي ریاست د کتبي هدایت پر بنسټ، د وزارت ټولو مرکزي. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۶/۲۵ - ۹:۲۰
Background image

په نوي کابل ښار کې د ۲.۱ برخې تفصیلي پلان منظور شو

۱۴۴۸/۴/۳

د کور او ښار جوړولو وزارت د محترم وزیر الحاج مولوي نجیب‌الله حیات حقاني له لوري، د نوي کابل ښار د لومړي فاز د ۲.۱ برخې تفصیلي پلان منظور شو.

د دغه پلان د منظورۍ چارې د محترم. . .

BACK TO NEWS

ښاغلی مولوي نجیب الله حیات حقاني 

 

10 میاشتې 3 اونی ago

د خپل خدای، مسلمان ملت او هېواد پر وړاندې ځان مسئول ګڼو اوخپله دنده ګڼو چې د ښاري پراختیا، اقتصادي او ټولنیزې ودې او چاپېریال ساتنې ته کار وکړو.
ژمن یوو او هڅې مو پیل کړي چې د کور او ښار جوړولو وزارت په یو خدماتي او ځواب ویونکي وزارت بدل کړو چې تل به د ابادۍ او ټولګټو پروژو د پلې کولو لپاره کار کوي او دغه برخه کې به روڼتیا، هڅونې او کارموندنې ته زمینه برابره کړو.

د کور او ښار جوړولو وزارت وزیر
د کور او ښار جوړولو وزارت