بامیان ولایت کې له یو میلیون افغانۍ زیات عواید ترلاسه شول
۱۴۴۳/۱۰/۲۱
د بامیان ولایت د ښار جوړولو او ځمکو ریاست په یاد ولایت کې د یو میلیون افغانۍ زیات عواید راټول او د دولت خزانې ته وسپارل.
ذکر شوي عواید په بامیان ولایت کې د دولتي ځمکو او ملکیتونو د په اجارې د ورکړې له درکه راجمع شوي دي.
د یادونې وړ ده چې د ښار جوړولو او ځمکو وزارت په شفافه توګه د عوایدو راټولولو ته ژمن دی او تل یې هڅه کړې چې له دغې لارې ملي بودیجه پیاوړې کړي.