بامیان ولایت کې د څو ودانیو نقشې او ډیزاین بشپړ شو

org_admin
یکشنبه ۱۴۰۴/۳/۱۱ - ۱۴:۱۲
..

۱۴۴۶/۱۲/۴

بامیان ولایت کې د کور او ښار جوړولو ریاست محترم رئیس انجنیر امان‌الله امان وایي، د دې ریاست تخنیکي ټیم د څو ودانیو نقشې او ډیزاین بشپړ کړی دی.

ښاغلی انجنیر امان وایي، د یوه یوداګریز مارکېټ انجنیري پلان او ساختماني ډیزاین چې د دشت عیسی ‌خان د تفصیلي پلان د لومړۍ برخې اړوند دی، د ۱۵ باب عامه تشنابونو ډیزاین، او په مرکز، شیبر او سیغان ولسوالیو کې د ۲۳ بابو محلي ټولګیو ترمیم.

نوموړی وایي، دغه راز یې د څلورو هټیو ډیزاین چې د حج او اوقافو ریاست د شریف جومات مخې ته جوړېږي، بشپړ کړی دی.

محترم رئیس زیاته کړه، د نورو څو نقشو کار هم دوام لري، چې په کې د غلغله سربازار سیمه کې د یوه محلي رستورانت پلان، د نوي پوهنتون کمپ ساحې د احاطې دروازې ډیزاین، او د دشت عیسی‌خان د مارکېټونو د فاضلاب سیستم د تصفیې مرکز ډیزاین شامل دي، چې ډېر ژر به بشپړ شي.

د ده په وینا، د کهمرد ولسوالۍ لپاره د تېلو د یوه ټانک د بنسټ سکېچ هم بشپړ شو.

د کور اوښ ار جوړولو وزارت د امارتي ادارو په غوښتنه، ساختماني نقشې د معیار سره سمې طرحه کوي او د تطبیق لپاره یې بېرته ورته سپاري.

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۵/۷/۲۵ - ۱۴:۶
Background image

په ترینکوټ کې د اوبو د ذخیرې له جوړولو څارنه وشوه

۱۴۴۸/۵/۵

د ارزګان ولایت د کور او ښار جوړولو ریاست تخنیکي ټیم، د ترینکوټ ښار اړوند د عامې روغتیا ریاست لپاره د اوبو د ذخیرې له جوړولو څخه تخنیکي څارنه ترسره کړه.

د څارنې پر مهال د یادې. . .

شنبه ۱۴۰۵/۷/۲۵ - ۱۳:۴۴
Background image

په ترینکوټ کې د مهاجرینو ښارګوټي د اوبو شبکې له جوړولو څارنه وشوه

۱۴۴۸/۵/۵

د ارزګان ولایت د کور او ښار جوړولو ریاست تخنیکي ټیم، د ترینکوټ ښار د مهاجرینو ښارګوټي د اوبو رسولو شبکې د جوړولو له روانو چارو څخه تخنیکي څارنه ترسره کړه.

د څارنې پر مهال د. . .

شنبه ۱۴۰۵/۷/۲۵ - ۱۱:۴۴
Background image

د فراه برېښنا امریت د اداري تعمیر له جوړولو څارنه وشوه

۱۴۴۸/۵/۵

د فراه ولایت د کور او ښار جوړولو تخنیکي ټیم، د فراه برېښنا امریت د اداري تعمیر د اعمار له روانې پروژې څخه تخنیکي څارنه ترسره کړه.

د څارنې پر مهال د پروژې د ساختماني چارو. . .

BACK TO NEWS

ښاغلی مولوي نجیب الله حیات حقاني 

 

11 میاشتې 3 اونی ago

د خپل خدای، مسلمان ملت او هېواد پر وړاندې ځان مسئول ګڼو اوخپله دنده ګڼو چې د ښاري پراختیا، اقتصادي او ټولنیزې ودې او چاپېریال ساتنې ته کار وکړو.
ژمن یوو او هڅې مو پیل کړي چې د کور او ښار جوړولو وزارت په یو خدماتي او ځواب ویونکي وزارت بدل کړو چې تل به د ابادۍ او ټولګټو پروژو د پلې کولو لپاره کار کوي او دغه برخه کې به روڼتیا، هڅونې او کارموندنې ته زمینه برابره کړو.

د کور او ښار جوړولو وزارت وزیر
د کور او ښار جوړولو وزارت