باميان کې د يوه ښوونځي ودانۍ ورغول شوه
ښار جوړولو او ځمکو وزارت د ښوونځيو لپاره د ودانيو جوړولو په دوام دا ځل د باميان ولايت په پنجاب ولسوالۍ کې مختلط ترغي ښوونځي لپاره د ودانۍ جوړولو چارې بشپړې کړې.
د ښوونځي دا ودانۍ په ۹۷۱ متر مربع ځمکه کې په دوه پوړيز ډول د پوهنې وزارت له پراختيايي بوديجې څخه په ۲۷ ميلیونه ۸۱۵ زره افغانيو د پېش ساخت قطعاتو د توليد فابريکې په مرسته ورغول شوه.
ښار جوړولو او ځمکو وزارت د پېش ساخت قطعاتو د توليد فابريکې له لارې په روان کال کې تر اوسه د هېواد په ۲۴ ولايتونو کې د ۷۵ ښوونځيو لپاره ودانۍ جوړې کړي دي.