باميان کې د ثبت شويو ځمکو شمېر له ۱۱۲ زرو جريبو واوښت
ښار جوړولو او ځمکو وزارت د دولتي ځمکو د ثبت لړۍ په دوام په باميان ولايت کې ۱۱۲۸۶۴ جريبه ځمکه او د دولت تر استفادې لاندې عامه ملکيتونه سروې او ثبت کړي.
له دې ډلې په ۱۸۳ قطعو کې ۵۰۳۴۴ جريبه ځمکه او دولتي املاک په يکاولنګ ولسوالۍ، ۸۳ جريبه ځمکه او دولتي املاک په شېبر ولسوالۍ او ۶۲۴۳۷ جريبه ځمکه او دولتي املاک د ياد ولايت په مرکز کې موقعيت لري.
ښار جوړولو او ځمکو وزارت د هېواد په ۲۸ ولايتونو کې تر اوسه له ۵ مېلیونه او سل زره زیاته جريبه ځمکه سروې، نقشه او ثبت کړې ده.