امام ابوحنیفه ښار کې له رغنیزو پروژو څارنه وشوه
۱۴۴۵/۰۷/۱۰
پروان ولایت کې د کور او ښار جوړولو محترم رئیس انجنیر نعمت الله حنیف وایي، د ریاست اړوند تخنیکي او مسلکي ټیم یې د دغه ولایت په مرکز امام ابو حنیفه ښار کې د رغنیزو پروژو له چارو د معیار او کیفیت خوندیتوب په موخه څارنه وکړه.
پروان ولایت کې د کور او ښار جوړولو ریاست اړوند تخنیکي او مسلکي ټیم، د یوې پروژې د کانکرېټ مواد په لابراتوار کې و ازمایل او قراردادي شرکت ته یې د کیفیت خوندیتوب په موخه لارښوونه وکړه، چې د یخ ضد مواد او نور لازم تدابیر ورته ونیسي.
د کور او ښار جوړولو وزارت مرکزي او ولایتي انجنیران او مهندسان د پروژو مسؤلینو او قراردادي شرکتونو ته لازمې لارښوونې کوي چې څنګه کېدای شي په پروژو کې نمګړتیاوې له منځه یوسي او باکیفته چارې ترسره کړي.
-------------------------------------------
د نورو خبرونو لپاره زموږ له ټلیګرام، فېسبوک، ټوېټر، ملګري او ویب سایټ له خبري چینلونو سره ملګري شئ⬇️
WhatsApp:
https://chat.whatsapp.com/FnOgiA7hU1H3y1w3FrV0uh
Malgari:
https://www.malgari.com/?cache=1673066126#
YouTube channel:
https://www.youtube.com/
Tel:
https://t.me/mudh_af
Web:
https://mudh.gov.af/dr
FB page:
https://www.facebook.com/profile.php?id=100087195086592
نښه: کابل، درېیم مکروریان، ازادۍ مطبعې او شش درک سړک ته مخامخ، ختیځ لورته د کور او ښار جوړولو وزارت.