ارزګان کې د خپلسرو تأسیساتو مخنیوی وشو

org_admin
چهارشنبه ۱۴۰۳/۱۰/۱۲ - ۱۳:۵۷
ارزگان

۱۴۴۶/۰۶/ ۳۰

ارزګان ولایت کې د کور او ښار جوړولو ریاست محترم رئیس مولوي روح الله وایي، د ریاست اړوند تخنیکي ټیم یې د ښاري تخلفاتو مخنیوي په موخه د ارزګان ولایت په بېلا بېلو ساحو کې لیدنې او څارنې کوي.

ښاغلی مولوي روح الله وایي، یاد ټیم یو ځل بیا د ښار د ټولو ناحیو څخه نظارت وکړ او په ښار کې یې د یوې مخالفې چارې مخنیوی وکړ.

نوموړی وایي، د ارزګان ښار کې یوه رهایشي ساحه په خپل سر په سوداګریزه بدلېده، چې دوی یې مخنیوی وکړ او هغه رهایشي نمره چې خلکو په کې هټۍ جوړولې کارونه یې بند کړل شول.

هغه وایي، اړوندو خلکو ته لارښوونه وشوه چې د پلان مطابق او د تخلفاتو د طرزالعمل مطابق ودانیزې چارې پر مخ یوسي.

د کور او ښار جوړولو وزارت هېچاته اجازه نه ورکوي چې خپل سري کارونه وکړي او ښارونه بې نظمه کړي.

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۵/۵/۳ - ۱۵:۱۷
Background image

د استقلال ښارګوټي او الشفاء روغتون د پروژو د کیفیت څارنه ترسره شوه

۱۴۴۸/۲/۱۰

د کور او ښار جوړولو وزارت، د کیفیت کنټرول او د ښاري سرغړونو د مخنیوي محترم لوی ریاست اړوند، د لابراتوار محترم ریاست تخنیکي ټیم، کابل کې د استقلال ښارګوټي او الشفاء روغتون د. . .

شنبه ۱۴۰۵/۵/۳ - ۱۳:۵۶
Background image

د هېواد په کچه د پلان جوړولو برخه کې د کور او ښار جوړولو وزارت یو بل ستر ګام اوچت کړ

۱۴۴۸/۲/۱۰

ماسټر پلان، چې د ښار راتلونکې پراختیا په منظم او معیاري ډول رهبري کوي او د ځمکو سمه او اغېزمنه کارونه تضمینوي.

سربېره پر دې، د غیرپلاني او بې‌نظمې ودانۍ مخنیوی کوي او د نفوس. . .

شنبه ۱۴۰۵/۵/۳ - ۱۰:۳۹
Background image

د لوګر ولایت د مهاجرینو لپاره د استوګنیز ښارګوټي پلان د کور او ښار جوړولو وزیر له لوري لاسلیک شو

۱۴۴۸/۲/۱۰

د کور او ښار جوړولو وزارت د محترم وزیر الحاج مولوي نجیب الله حیات حقاني له لوري، د لوګر ولایت د راستنېدونکو مهاجرینو لپاره د استوګنیز ښارګوټي جوړولو تفصیلي پلان لاسلیک کړ.

د. . .

BACK TO NEWS

ښاغلی مولوي نجیب الله حیات حقاني 

 

8 میاشتې 4 اونی ago

د خپل خدای، مسلمان ملت او هېواد پر وړاندې ځان مسئول ګڼو اوخپله دنده ګڼو چې د ښاري پراختیا، اقتصادي او ټولنیزې ودې او چاپېریال ساتنې ته کار وکړو.
ژمن یوو او هڅې مو پیل کړي چې د کور او ښار جوړولو وزارت په یو خدماتي او ځواب ویونکي وزارت بدل کړو چې تل به د ابادۍ او ټولګټو پروژو د پلې کولو لپاره کار کوي او دغه برخه کې به روڼتیا، هڅونې او کارموندنې ته زمینه برابره کړو.

د کور او ښار جوړولو وزارت وزیر
د کور او ښار جوړولو وزارت