ارزګان ولایت کې د یوې پروژې له چارو څارنه وشوه

org_admin
چهارشنبه ۱۴۰۴/۶/۵ - ۹:۲۲
ارزګان

۱۴۴۷/۳/۳

ارزګان ولایت کې د کور او ښار جوړولو ریاست محترم رئیس ملا روح الله وایي، د ریاست اړوند مسلکي او تخنیکي ټیم یې په دغه ولایت کې د یوې پروژې له ودانیزو چارو څارنه وکړه.

ښاغلی ملا روح الله وایي، د انجنیرۍ ټیم یې د ودانیزو  چارو د نقشې تطبیق او د کیفیت لوړولو په موخه نظارت ترسره کړ.

نوموړی وایي، دغه ټیم، چې د معادن ریاست اړوند د اوبو د یوې ذخیرې په بنسټیزو  چارو کې ښکیل دی، د بنسټ(Foundation)  د جوړولو په بهیر کې فعالیتونه څارلي دي.

هغه وایي، د انجینرۍ ټیم هدف د اصولو او معیارونو سره سم د ودانیزو چارو ترسره کول دي، چې په تړاو یې د اړوند شرکت مسؤلینو ته لازمې لارښوونې هم وشوې.

د ارزګان ولایت د کور او ښار جوړولو ریاست ټینګار کوي، چې د پروژو د کیفیت د ښه والي لپاره به د ودانیزو چارو څارنه دوام ولري.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۶/۲۵ - ۱۵:۵
Background image

په کابل کې د سره میاشت ښارګوټي له غیرمجازو ودانیزو چارو څخه څارنه وشوه

۱۴۴۸/۴/۳

د کور او ښار جوړولو وزارت د ښاري سرغړونو د مخنیوي عمومي ریاست اړوند د ښاري تخلفاتو د مخنیوي ریاست تخنیکي ټیم د کابل ښار په پنځمه ناحیه کې د سره میاشت ښارګوټي له ودانیزو چارو. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۶/۲۵ - ۹:۴۲
Background image

د سیرت النبي ﷺ د لومړۍ برخې له تدریس وروسته له کارکوونکو ازموینه واخیستل شوه

۱۴۴۸/۴/۳

د کور او ښار جوړولو وزارت د دعوت او ارشاد محترم ریاست د کلني پلان له مخې او د اسلامي امارت د دعوت او ارشاد د محترم عمومي ریاست د کتبي هدایت پر بنسټ، د وزارت ټولو مرکزي. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۶/۲۵ - ۹:۲۰
Background image

په نوي کابل ښار کې د ۲.۱ برخې تفصیلي پلان منظور شو

۱۴۴۸/۴/۳

د کور او ښار جوړولو وزارت د محترم وزیر الحاج مولوي نجیب‌الله حیات حقاني له لوري، د نوي کابل ښار د لومړي فاز د ۲.۱ برخې تفصیلي پلان منظور شو.

د دغه پلان د منظورۍ چارې د محترم. . .

BACK TO NEWS

ښاغلی مولوي نجیب الله حیات حقاني 

 

10 میاشتې 3 اونی ago

د خپل خدای، مسلمان ملت او هېواد پر وړاندې ځان مسئول ګڼو اوخپله دنده ګڼو چې د ښاري پراختیا، اقتصادي او ټولنیزې ودې او چاپېریال ساتنې ته کار وکړو.
ژمن یوو او هڅې مو پیل کړي چې د کور او ښار جوړولو وزارت په یو خدماتي او ځواب ویونکي وزارت بدل کړو چې تل به د ابادۍ او ټولګټو پروژو د پلې کولو لپاره کار کوي او دغه برخه کې به روڼتیا، هڅونې او کارموندنې ته زمینه برابره کړو.

د کور او ښار جوړولو وزارت وزیر
د کور او ښار جوړولو وزارت