ارزګان ولایت کې د ښاري تخلفاتو د مخنیوي په موخه عامه پوهاوی ترسره شو

org_admin
پنجشنبه ۱۴۰۴/۵/۱۶ - ۱۰:۱۸
ارزګان

۱۴۴۷/۲/۱۳

د کور او ښار جوړولو وزارت، له ښاري تخلفاتو د مخنیوي ریاست محترم رئیس مولوي عبدالمنان حقاني وایي، د ریاست اړوند تخنیکي او مسلکي ټیم یې د ارزګان ولایت په مرکز ترینکوټ ښار کې، عامه پوهاوی ترسره کړ.

ښاغلی مولوي حقاني وایي، دغه پوهاوی په ښارونو کې د ښاري نظم ساتلو او د خپلسریو مخنیوی په موخه و، چې په تړاو یې د ترینکوټ ښار په ټولو ناحیو کې پوهاوی ترسره شو.

نوموړی وایي، دغه چاره په ترینکوټ کې د کور او ښار جوړولو ریاست محترم رئیس ملا روح الله ابو احمد په هدایت او همکارۍ ترسره شوه.

د ښاري تخلفاتو څخه د مخنیوي ریاست څخه په رالېږل شوو معلوماتو کې راغلي چې، دوی په ښار کې کومه ښاري سرغړونه ونه لیده، خو په راتلونکي کې یې د ترسره کېدو مخنیوي په پار خلکو ته عامه پوهاوی ورکړ.

په دغه پوهاوی کې، خلکو ته ښودل کېږي، چې څنګه وکولای شي، خپل کورونه، مارکېټونه، هټۍ او نورې ودانیزې چارې د کور او ښار جوړولو وزارت د طرزالعمل مطابق جوړ کړي.

د کور او ښار جوړولو وزارت هڅې پیل کړي، چې ښارونه په معیارونو برابر او له ګډوډیو مخنیوی وکړي.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۶/۲۵ - ۱۵:۵
Background image

په کابل کې د سره میاشت ښارګوټي له غیرمجازو ودانیزو چارو څخه څارنه وشوه

۱۴۴۸/۴/۳

د کور او ښار جوړولو وزارت د ښاري سرغړونو د مخنیوي عمومي ریاست اړوند د ښاري تخلفاتو د مخنیوي ریاست تخنیکي ټیم د کابل ښار په پنځمه ناحیه کې د سره میاشت ښارګوټي له ودانیزو چارو. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۶/۲۵ - ۹:۴۲
Background image

د سیرت النبي ﷺ د لومړۍ برخې له تدریس وروسته له کارکوونکو ازموینه واخیستل شوه

۱۴۴۸/۴/۳

د کور او ښار جوړولو وزارت د دعوت او ارشاد محترم ریاست د کلني پلان له مخې او د اسلامي امارت د دعوت او ارشاد د محترم عمومي ریاست د کتبي هدایت پر بنسټ، د وزارت ټولو مرکزي. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۶/۲۵ - ۹:۲۰
Background image

په نوي کابل ښار کې د ۲.۱ برخې تفصیلي پلان منظور شو

۱۴۴۸/۴/۳

د کور او ښار جوړولو وزارت د محترم وزیر الحاج مولوي نجیب‌الله حیات حقاني له لوري، د نوي کابل ښار د لومړي فاز د ۲.۱ برخې تفصیلي پلان منظور شو.

د دغه پلان د منظورۍ چارې د محترم. . .

BACK TO NEWS

ښاغلی مولوي نجیب الله حیات حقاني 

 

10 میاشتې 3 اونی ago

د خپل خدای، مسلمان ملت او هېواد پر وړاندې ځان مسئول ګڼو اوخپله دنده ګڼو چې د ښاري پراختیا، اقتصادي او ټولنیزې ودې او چاپېریال ساتنې ته کار وکړو.
ژمن یوو او هڅې مو پیل کړي چې د کور او ښار جوړولو وزارت په یو خدماتي او ځواب ویونکي وزارت بدل کړو چې تل به د ابادۍ او ټولګټو پروژو د پلې کولو لپاره کار کوي او دغه برخه کې به روڼتیا، هڅونې او کارموندنې ته زمینه برابره کړو.

د کور او ښار جوړولو وزارت وزیر
د کور او ښار جوړولو وزارت