ارزګان ولایت کې د مهاجرینو ښارګوټي د عامه تاسیساتو او سړکونو د جوړولو چارې پیل شوې

org_admin
دوشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۱ - ۱۵:۸
ارزګان

۱۴۴۷/۷/۱

د ژمي موسم راتګ له رارسېدو او د هوا له سړېدو سره، چې ورسره ورسره د مهاجرینو لپاره د دایمي اوسېدو د زمینې برابرېدو په پار هڅې ګړندۍ شوې دي.

د کور او ښار جوړولو وزارت محترم وزیر الحاج مولوي نجیب الله حیات حقاني، ټینګار کوي چې په ټولو ولایتونو کې دې د مهاجرینو د دایمي اوسېدو په پار د ښارګوټو چارې چټکې او د وېش لپاره دې یې زمینه برابره شي.

تازه ارزګان ولایت کې د مهاجرینو په ځانګړي ښارګوټي کې د عام‌المنفعه تاسیساتو او لارو د جوړولو چارې په رسمي ډول پیل شوې.

دغه ښارګوټی به د ښاري اصولو او معیاري پلان له مخې جوړ شي، څو راستنو شویو اړمنو مهاجرو کورنیو ته د استوګنې مناسب، خوندي او باعزته چاپېریال برابر شي.

د ارزګان ولایت د مهاجرینو ښارګوټی به په ټولیز ډول په ۲۳۹۵ جریبه ځمکه کې جوړ شي، چې په کې به ټول اړین خدمات، عامه تاسیسات او ښاري اسانتیاوې په پام کې ونیول شي.

دغه ښارګوټی به ۱۷۴۰ معیاري استوګنیزې نمرې ولري او د اوسېدونکو د بنسټیزو اړتیاوو د پوره کولو په موخه به په کې د سړکونو، عامه تاسیساتو او نورو اړینو زیربناوو جوړولو ته ځانګړې پاملرنه هم وشي.

د دې پروژې عملي کېدل به د راستنو شویو مهاجرینو کورنیو د ژوند د ښه والي ترڅنګ، د ښاري نظم او پرمختګ په برخه کې هم مهم ګام وي.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۶/۲۵ - ۱۵:۵
Background image

په کابل کې د سره میاشت ښارګوټي له غیرمجازو ودانیزو چارو څخه څارنه وشوه

۱۴۴۸/۴/۳

د کور او ښار جوړولو وزارت د ښاري سرغړونو د مخنیوي عمومي ریاست اړوند د ښاري تخلفاتو د مخنیوي ریاست تخنیکي ټیم د کابل ښار په پنځمه ناحیه کې د سره میاشت ښارګوټي له ودانیزو چارو. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۶/۲۵ - ۹:۴۲
Background image

د سیرت النبي ﷺ د لومړۍ برخې له تدریس وروسته له کارکوونکو ازموینه واخیستل شوه

۱۴۴۸/۴/۳

د کور او ښار جوړولو وزارت د دعوت او ارشاد محترم ریاست د کلني پلان له مخې او د اسلامي امارت د دعوت او ارشاد د محترم عمومي ریاست د کتبي هدایت پر بنسټ، د وزارت ټولو مرکزي. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۶/۲۵ - ۹:۲۰
Background image

په نوي کابل ښار کې د ۲.۱ برخې تفصیلي پلان منظور شو

۱۴۴۸/۴/۳

د کور او ښار جوړولو وزارت د محترم وزیر الحاج مولوي نجیب‌الله حیات حقاني له لوري، د نوي کابل ښار د لومړي فاز د ۲.۱ برخې تفصیلي پلان منظور شو.

د دغه پلان د منظورۍ چارې د محترم. . .

BACK TO NEWS

ښاغلی مولوي نجیب الله حیات حقاني 

 

10 میاشتې 3 اونی ago

د خپل خدای، مسلمان ملت او هېواد پر وړاندې ځان مسئول ګڼو اوخپله دنده ګڼو چې د ښاري پراختیا، اقتصادي او ټولنیزې ودې او چاپېریال ساتنې ته کار وکړو.
ژمن یوو او هڅې مو پیل کړي چې د کور او ښار جوړولو وزارت په یو خدماتي او ځواب ویونکي وزارت بدل کړو چې تل به د ابادۍ او ټولګټو پروژو د پلې کولو لپاره کار کوي او دغه برخه کې به روڼتیا، هڅونې او کارموندنې ته زمینه برابره کړو.

د کور او ښار جوړولو وزارت وزیر
د کور او ښار جوړولو وزارت