د شيخ زايد ښارګوټي د (۵۲۱) اپارتمانونو د استرداد په اړه وضاحت!

org_admin
شیخ زاید

۱۴۴۸/۵/۱۰

د شيخ زايد ښارګوټي (١١١) بلاكونه، (٣٣٣٠) اپارتمانونو د تمویل موضوع په ١٣٩٢ كال کې بشپړه شوه، چې د ١٣٩٣/١/٣١ نېټه د پخوانۍ ادارې د ولسمشر په حكم او د جوړې شوې شرطپاڼې پر اساس د مؤظف كمېسيون لخوا توزيع شول او د هماغه وخت په شرطپاڼه کې لیکل شوي چې قسطونه باید په خپل وخت تحویل کړل شي او د نه تحویلۍ په صورت کې اپارتمانونه مسترد کېږي، چې هغه مهال خلکو منلې وه، او اپارتمانونه یې ترلاسه کړل، خو د وخت په تېرېدو سره اکثریت مشترکینو غفلت وکړ او قسطونه یې تحویل نه کړل.

تر هغې چې اسلامي امارت حاکم شو او په څو څو ځله د کور او ښار جوړولو وزارت له مشترکینو وغوښتل چې پاتې قسطونه تحویل کړي او تر پنځوس سلنې یې ورسوي، خو بیا هم خلکو غفلت وکړ او دغې غوښتنې ته یې پاملرنه ونه کړه، چې بالاخره د کور او ښار جوړولو وزارت په کال ۱۴۴۳/۸/۹ د اسلامي امارت د ریاسة الوزرا محترم عالي مقام ته د یادو اپارتمانونو د مسترد کولو وړاندیز وکړ.

د ریاسة الوزرا محترم عالي مقام د ۱۴۴۳/۸/۲۴ نېټه حکم کې لارښوونه وکړه، چې یاده موضوع دې په دقیق ډول وڅېړل شي او راپور دې بېرته له دوی سره شریک شي.

د کور او ښار جوړولو وزارت د ښارګوټي د وضعیت، ستونزو او حل لارو په تړاو یو بشپړ راپور په ۱۴۴۳/۱۰/۱۴ نېټه د ریاسة الوزرا محترم عالي مقام ریاست دفتر ته وړاندې کړ.

د ریاسة الوزرا محترم عالي مقام یاده موضوع محترم اقتصادي کمېسیون ته راجع کړه، چې اقتصادي کمېسیون په ۱۴۴۳/۱۰/۲۲ نېټه په خپله ۸مه ګڼه مصوبه کې پرېکړه وکړه، چې د پاتې قسطونو د معافیت، تخفیف او اړینو خدمتونو موضوعات دې د کابینې محترم مجلس ته وړاندې شي.

د کور او ښار جوړولو وزارت د اقتصادي کمېسیون د مصوبې په رڼا کې د چارو ادارې محترم عمومي ریاست ته یو بشپړ راپور وړاندې کړ، چې په عین وخت کې د شیخ زاید ښارګوټي مشترکینو هم غوښتنه وکړه، چې تخفیف دې ورکړل شي.

د اسلامي امارت محترمې کابینې د ۱۴۴۴/۳/۲۱ نېټه په خپله ۱۱ ګڼه مصوبه کې پرېکړه وکړه، چې د کور او ښار جوړولو وزیر صاحب په مشرۍ دې د مالیې او اقتصاد وزارتونو د افغانستان بانک، لویې څارنوالۍ، او د ځمکو ادارې (اراضي) استازي دې د شیخ زاید ښارګوټي د کورونو مالکانو له لوري د یادو کورونو د بیو او یا هم قسطونو کې د تخفیف پر غوښتنې بحث وکړي او خپل نظر دې له کابینې سره شریک کړي.

د پرېکړې سره سم کمېټه ترتیب او ناسته یې وکړه، چې د تخفیف ورکولو په اړه یې طرحه جوړه او له محترمې کابینې سره شریکه شوه، چې کابینې په ۱۴۴۴/۵/۱۱نېټه ۱۶مه ګڼه مصوبه کې پرېکړه وکړه:

اول بند: که مشترکین خپل پنځوس سلنه (۵۰٪) اقساط د ۱۴۰۱ کال تر اخره پوره کړي، لس سلنه (۱۰٪) تخفیف ورکول کېږي.

دویم بند: که تر معینې نېټې قسطونه تحویل نکړي، وزارت شهرسازي دې د استرداد طرحه ترتیب کړي.

یاد تخفیف او چانس له مشترکینو سره له بېلا بېلو لارو شریک شو او په څو څو ځله ترې غوښتنه وشوه، چې د ۱۴۰۱ کال تر پایه خپل حد اقل پنځوس سلنه قسطونه تحویل کړئ او له لس سلنې تخفیف څخه ګټه واخلئ، خو بیا هم مشترکینو پاملرنه ونه کړه او قسطونه یې تحویل نه کړل.

د کور او ښار جوړولو وزارت د کابینې د ۱۴۴۴/۵/۱۱نېټې د ۱۶مې ګڼې مصوبې په رڼا کې (۴۰) ماده ییزه طرحه ترتیب او کابینې ته یې وړاندې کړه.

د اسلامي امارت محترمې کابینې بیا مشترکینو لپاره د شفاهي پرېکړې پر اساس د قسطونو د تحویلۍ موده د ۱۴۰۲ کال د سرطان میاشتې تر اخره پورې وغځوله، خو له بده مرغه بیا یې هم نتیجه ورنه کړه او خلکو قسطونه تحویل نه کړل.

بالاخره کابینې د ۱۴۴۵/۹/۸مه نېټه په ۱۹مه مصوبه کې پرېکړه وکړه، چې د کور او ښار جوړولو وزارت دې د تحویل شوو اقساطو فیصدي ریاسة الوزرا محترم مقام سره شریکه کړي، چې استرداد له یو حده پیل شي.

د کور او ښار جوړولو وزارت دا چاره هم ترسره کړه او بشپړ معلومات یې د ریاسة الوزرا محترم مقام ته وړاندې کړل.

خو کله چې د اسلامي امارت د محترمې کابینې د ۱۴۴۵/۹/۸ نېټې ۱۹مه ګڼه مصوبه د تائید لپاره عالیقدر امیرالمؤمنین حفظه الله و تعالی ته وړاندې شوه، محترم عالیقدر امیرالمؤمنین حفظه الله د کابینې ۱۹ مې مصوبې ته په کتو په (۳۳۲۱/۴۷۶) په ۱۴۴۶/۶/۲۶ نېټه حکم کې داسې ولیکل: له ۳ تر ۶ میاشتو نور هم وخت ورکړئ، که بریالي نشول، د استرداد پروسه پیل کړئ.

په کال ۱۴۴۶/۹/۲۴ نېټه د یادې موضوع په اړه د کور او ښار جوړولو وزارت لاس په کار شو د استرداد طرحه یې جوړه کړه او په کال ۱۴۴۷/۱۰/۲۱ نېټه د شیخ زاید ښارګوټي د اپارتمانونو د قسطونو جدول ترتیب شو، چې جدول کې د (۵۲۱) اپارتمانونو تفصیل راغلی دی.

ورپسې د ۱۴۴۷/۱۱/۲۲ نېټه د استرداد بودیجه له محترم شیخ صاحب څخه وغوښتل شوه، چې وړاندیز ومنل شو.

د ۱۴۴۸/۲/۱۳ عدلیې وزارت ټولو عریضه لیکونکو او د معاملاتو د لارښوونو دفترونو ته خبر ورکړ، چې د یادو (۵۲۱) اپارتمانونو خرڅلاو منع دی.

په ۱۴۴۸/۲/۷مه نېټه د کور او ښار جوړولو وزارت په مشرۍ د استرداد حکم د پلي کولو لپاره د ریاسة الوزرا محترم مقام ته د کمېټې د جوړولو وړاندیز وشو، چې ومنل شو.

د ریاسة الوزرا محترم مقام د کور او ښار جوړولو وزارت په وړاندیز کې د شاملو ادارو څخه د استازو د ورپېژاندو مکتوب صادر کړ، چې ټولو ادارو خپل خپل استازي معرفي کړل.

په ۱۴۴۸/۳/۴مه نېټه د کور او ښار جوړولو وزارت د محترم مالي او اداري معین صاحب په مشرۍ خپله لومړنۍ غونډه وکړه، چې په کې د کار طریقې، د استرداد فورم او د مالي چارو هوکړه لیک پر جوړښت بحث وشو او د کور او ښار جوړولو وزارت تخنیکي ټیم ته دنده وسپارل شوه، چې ذکر شوي اسناد چمتو کړي، چې تخنیکي ټیم اسناد چمتو کړل.

په ۱۴۴۸/۳/۱۶مه نېټه یادې کمېټې خپله دویمه غونډه وکړه، چې د نورو خپلمنځي موضوعاتو ترڅنګ یې پرېکړه وکړه، ترڅو د کور او ښار جوړولو وزارت د یادو اپارتمانونو مشترکینو ته د عامه پوهاوي زمینه برابره کړي.

بالاخره د عملي کار طریقه ترتیب شوه، د استرداد فورمې لاسلیک شوې، عمومي لیست هم ترتیب شو او اوس یې وخت دی چې عملاً د استرداد پروسه پیل شي.

والسلام

د کور او ښار جوړولو وزارت

Minister of Urban Development and Housing

11 months 3 weeks ago

We hold ourselves accountable to our God, the Muslim nation and our country, and we consider it our duty to work for urban development, economic and social development and environmental protection. We are committed and have begun our efforts to transform the Ministry of Urban Development and housing into a service and responsive ministry that will always work for the implementation of development and welfare projects and provide transparency, incentives and employment opportunities in this area.

Mr. Najibullah Hayat Haqani
wazir-image-new