د کور او ښار جوړولو وزارت د ځینو ریاستونو د ۱۴۰۲ کال کاري پلان و ارزول شول

14/8/1445
د کور او ښار جوړولو وزارت د ښاري چارو محترم مرستیال شیخ مدارعلي کریمي بامیاني په مشرۍ او د دې وزارت د پالیسۍ او پلان ریاست په ابتکار د ماسټر پلان او تفصیلي پلان ریاست او دغه راز د ښاري بیخ بناء ریاست مسؤلینو سره ناسته وکړه.
په ناسته کې، د ۱۴۰۲ کال لپاره د ماسټر پلان ریاست او د ښاري بیخ بناء چارو ریاست کاري پلانونه و ارزول شول او د ۱۴۰۳ کال لپاره پر جوړېدونکي پلان یې هر اړخیزې خبرې وکړې.
د ناستې په دوام، د پالیسۍ او پلان محترم رئیس انجنیر رحمت الله قدیري او ورسره کاري ټیم یې د ۱۴۰۳ کال لپاره د کاري پلان پر نوعیت او څرنګوالي خبرې وکړې او زیاته یې کړه، چې دا ځل به پلان له مرکز څخه ولایتونو او مرکزي ریاستونو ته ورکول کېږي او اړوند ریاستونه مکلف دي چې عملي یې کړي.
په ناسته کې، د ماسټر پلان او د ښاري بیخ بناء چارو ریاستونو مسؤلینو د خپلو ریاستونو امکاناتو ته په کتلو ځینې وړاندیزونه او نظریات شریک کړل، تر څو وکولای شي اغېزمن کاري پلان په ګډه چمتو او راتلونکي کې عملي کړي.
د کور او ښار جوړولو وزارت په پلان کې لري چې د هېواد په کچه ټولو ولسوالیو، ښارونو او سیمو ته پلانونه جوړ او د عملي کولو لپاره اړوندو ارګانونو ته ورکړي، چې بېرته به د خپل پلان له عملي کېدا څخه څارنه هم کوي.