د پکتیکا ولایت د ښرنې ښار تفصیلي اصلاحي پلان لاسلیک شو
۱۴۴۸/۶/۴
د کور او ښار جوړولو وزارت محترم وزیر الحاج مولوي نجیب الله حیات حقاني د پکتیکا ولایت د ښرنې ښار تفصیلي اصلاحي پلان لاسلیک کړ.
یاد پلان د ښرنې ښار د شته ښاري ستونزو د حل، متوازن پرمختګ او د اوسېدونکو د اوسنیو اړتیاوو د پوره کولو په موخه، د اړوندې ښاروالۍ، د کور او ښار جوړولو ریاست او مسلکي انجنیرانو په همغږۍ او مشوره ترتیب شوی دی.
دغه تفصیلي اصلاحي پلان د ۵۵۸۲۱۴۰ متر مربع ځمکې په مساحت کې جوړ شوی، چې له ۲۷۹۱.۰۷ جریبه ځمکې سره برابرېږي.
په پلان کې د استوګنیزو نمرو، سوداګریزو بلاکونو او ګډو استوګنیزو او سوداګریزو بلاکونو ترڅنګ، د عامه او خدماتي اړتیاوو لپاره هم ځانګړې ساحې په پام کې نیول شوې دي.
په دغو ساحو کې جوماتونه، ښوونځي، وړکتونونه او د لوبو او تفریح پارکونه شامل دي.
همدارنګه، د ښرنې ښار د پخوانیو موجوده ښاري ساحو او اوسنیو اړتیاوو په پام کې نیولو سره، د ښاري کارونې بېلابېلې برخې په پلان کې تنظیم شوې دي، څو د ښار پراختیا په منظم او متوازن ډول ترسره او د اوسېدونکو لپاره د استوګنې او عامه خدمتونو اړینې اسانتیاوې برابرې شي.
