په لوګر کې د کور او ښار جوړولو وزارت د استوګنیزو بلاکونو د ځمکې توپوګرافي سروې بشپړه شوه
۱۴۴۸/۵/۲۳
د کور او ښار جوړولو وزارت د سروې او جي ای اېس ریاست تخنیکي ټیم د لوګر ولایت د مرکز اړوند د آبچکان کلي په سیمه کې د وزارت د لوړپوړیزو استوګنیزو بلاکونو د ځمکې توپوګرافیکه سروې بشپړه کړه.
یاده سروې په ټولیزه توګه د ۱ زره او ۳۱۳ جریبه ځمکې په ساحه کې ترسره شوې، چې موخه یې د یادې سیمې د ښاري پلان د ترتیب لپاره د اړینو تخنیکي معلوماتو راټولول دي.
