په کونړ کې د یو باب مسجد شریف او استنادي دېوال د جوړولو له چارو تخنیکي نظارت وشو
۱۴۴۸/۵/۱۰
د کونړ ولایت د کور او ښار جوړولو ریاست د ښاري تخلفاتو د مخنیوي او پروژو د نظارت عمومي مدیریت تخنیکي ټیم د دوو ساختماني پروژو له چارو څخه نظارت ترسره کړ.
د نظارت په ترڅ کې د علماوو شورا په انګړ کې د جوړېدونکي جومات د ودانیزو چارو بهیر وڅارل شو. چې د یاد جومات د جوړولو چارې وروستیو پړاوونو ته رسېدلې دي.
همدارنګه، د کونړ ولایت د مرکز اسعداباد اړوند د لچګلي په سیمه کې د استنادي دېوال د جوړولو له چارو څخه هم تخنیکي نظارت ترسره شو. د یاد دېوال د جوړولو چارې د کاري حجمونو د جدول او منظور شوې نقشې مطابق روانې دي.
