په درېیو ولایتونو کې ۱۳۴۵ راستنو شویو مهاجرو کورنیو ته د استوګنې ځمکې ووېشل شوې
۱۴۴۸/۵/۳
د کور او ښار جوړولو وزارت په مشرۍ د دایمي مېشتېدنې او د ځمکو د وېش کمېټې په تېره یوه اوونۍ کې په درېیو ولایتونو کې ۱۳۴۵ راستنو شویو مهاجرو کورنیو ته د دایمي مېشتېدنې په موخه د استوګنې ځمکې ووېشل شوې.
په کندز ولایت کې ۱۲۰۵، په زابل ولایت کې ۱۰۰ او په بامیان ولایت کې ۴۰ راستنو شویو مهاجرو کورنیو ته د استوګنې ځمکې وېشل شوې دي.
د یادونې وړ ده چې په دې سره د راستنو شویو مهاجرو کورنیو لپاره د وېشل شویو استوګنیزو ځمکو ټولیز شمېر ۷۴۴۵۸ ته رسېدلی دی او د دایمي مېشتېدنې په موخه د ځمکو د وېش لړۍ دوام لري.
