د کابل ښار په یوولسمه ناحیه کې د ودانیزو چارو او شنو ساحو څخه نظارت ترسره شو
۱۴۴۸/۴/۱۵
د کور او ښار جوړولو وزارت د کنتروول، کیفیت او د ښاري سرغړونو د مخنیوي عمومي ریاست اړوند د ښاري سرغړونود مخنیوي ریاست تخنیکي ټيم له لوري د پخوانیو نظارتونو په تعقیب، د کاري پلان له مخې د کابل ښار د یوولسمې ناحیې اړوند د لیسې مریم له بازار، د غلام حیدر خان ښوونځي له ساحې څخه تر خشت هوختیف څلورلارې پورې، د روانو ودانیزو چارو او شنو ساحو د وضعیت د ارزونې په موخه نظارت ترسره شو.
د نظارت په جریان کې هغه ودانیزې پروژې چې د نافذه قوانینو، منظور شوو ښاري پلانونو او د ګاونډیو د حریم د احتمالي نقض نښې یې لرلې، په ځانګړي ډول د غیرمجازو کړکیو او پنجرو د جوړولو موارد، تر تخنیکي ارزونې لاندې ونیول شول.
همدارنګه، له هغو ملکیتونو او پروژو څخه چې مالکینو یې د ملکیت اړوند رسمي اسناد، جوازونه او نور لازم مدارک وړاندې کړي نه وو، غوښتنه وشوه چې یاد اسناد د ښاري تخلفاتو د مخنیوي ریاست ته وسپاري، څو د اسنادو له دقیقې ارزونې او له منظور شوو ښاري پلانونو سره د مطابقت وروسته، د هر ډول احتمالي سرغړونې د تثبیت په صورت کې د نافذه قوانینو له مخې لازم اقدامات ترسره شي.
د دې نظارت موخه د ښاري پلانونو مطابق د ودانیو د جوړولو د بهیر ارزونه، د بې نظمې ښاري پراختیا او له اندازې زیاتې تراکم مخنیوی، د شنو ساحو ساتنه، د ګاونډیو د حریم او حقوقو رعایت، د ودانیزو چارو د کیفیت لوړول او د ښاري مدیریت د لا ښه تنظیم زمینه برابرول دي.
د کور او ښار جوړولو وزارت د ښاري تخلفاتو د مخنیوي ریاست تخنیکي ټیمونه د منظور شوي کاري پلان له مخې د کابل ښار په بېلابېلو ناحیو کې خپل نظارتونه په دوامداره او هدفمند ډول ترسره کوي او د هر ډول ښاري او ساختماني سرغړونې د تثبیت په صورت کې به د نافذه قوانینو او مقرراتو مطابق لازم اقدامات ترسره شي.
