لوګر کې د استوګنیز ښارګوټي د توپوګرافي سروې چارې پیل شوې
۱۴۴۸/۴/۱۰
د کور او ښار جوړولو وزارت د سروې او جي ایاس ریاست تخنیکي ټیم د لوګر ولایت په مرکز کې د اشنفور په کلي کې د یوه استوګنیز ښارګوټي د توپوګرافي سروې چارې د پلان د ترتیب په موخه پیل کړې.
د یادې سروې په بهیر کې به د سیمې اړوند توپوګرافیک معلومات راټول او تخنیکي ارزونه ترسره شي، څو د موجودو معلوماتو پر بنسټ د ښارګوټي لپاره منظم او معیاري پلان ترتیب شي.
د سروې او جي ای اس ریاست تخنیکي ټیم به د سروې چارې د ټاکل شوو تخنیکي معیارونو او مسلکي اصولو مطابق ترسره کړي، ترڅو د سیمې د راتلونکې استوګنیزې پراختیا لپاره لازم تخنیکي معلومات برابر شي.
توپوګرافي سروې د استوګنیزو ښارګوټو او ښاري سیمو د پلان جوړونې له مهمو بنسټیزو پړاوونو څخه ده، چې له مخې یې د ځمکې طبیعي وضعیت، لوړوالی، ټیټوالی او نور اړوند تخنیکي معلومات تثبیتېږي او د راتلونکو پلانونو د ترتیب لپاره ترې استفاده کېږي.
