الشیخ امیر المؤمنین حفظه الله تعالی ( پیروزي) ښارګوټي خبرتیا
خبرتیا!
۱۴۰۵/۵/۱۱
د کابل ښار د ده سبز ولسوالۍ اړوند د الشيخ امير المؤمنين حفظه الله تعالی (پیروزي) په ښارګوټي کې ټولو گډونوالو ته خبر ورکول کېږي چې د ۱۴۰۵/۵/۱۱ نېټې څخه تر ۱۴۰۵/۵/۲۷ نېټې پورې، د پنځلسو (15) کاري ورځو په موده کې، د کور او ښار جوړولو وزارت او د مقروضیت ها او صندوق وجهی مسکن امریت څخه خپله تعرفه ترلاسه او د ټولو پاتې خپلو قسطونو تحویلي وکړي.
که چېرته ټاکل شوې موده کې خپل مکلفیت ترسره نه کړي امتياز به يې لغوه شي او د نمرو ځمکه به یې نورو غوښتونکو ته ووېشل شي او وروسته به د شکایت حق و نه لري. همدارنگه د ذکر شوي ښارګوټي د قرارداد او کړنلارې له مخې د شرعي قبالې ترلاسه کولو پورې د ملکیت پېر او پلور او یا له يوه شخص څخه بل شخص ته د ملکیت انتقال جواز نه لري.
که چېرته د پېر او پلور موضوع په دې وزارت کې ثابت شي، د قرارداد او کړنلارې له مخې به سرغړونه وبلل شي او اړوند نمرو ځمکه به بېرته مسترد شي.
له دې پرته د هر ډول راتلونکو پایلو او مسؤلیتونو پړه به د سرغړوونکي پر غاړه وي.