راستنو شویو مهاجرینو ته د استوګنیزو نمرو د وېش کچه تر ۵۵ زره پورته شوه
۱۴۴۸/۱/۱۵
د کور او ښار جوړولو وزارت په مشرۍ د دایمي مېشتېدنې او ځمکو وېش کمیټې له لوري په یوویشت ولایتونو کې راستنو شویو مهاجرینو کورنیو ته د استوګنیزو نمرو د وېش بهیر د وزارت د محترم وزیر الحاج مولوي نجیب الله حیات حقاني د هدایت او لارښوونې له مخې په منظم ډول دوام لري او ورځ تر بلې د پراختیا په حال کې دی.
تازه؛ د تیرې سه شنبې په ورځ په یو شمېر ولایتونو کې راستنو شویو مهاجرینو کورنیو ته د دایمي مېشتېدنې په موخه د استوګنیزو ځمکو نمرې ووېشل شوې.
په ننګرهار ولایت کې ۴۵۶، فراه ولایت کې ۱۱۰، هلمند ولایت کې ۲۴، فاریاب ولایت کې ۳۲۰ او بلخ ولایت کې ۱۴۰ راستنو شویو مهاجرینو کورنیو ته د استوګنیزو ځمکو نمرې ووېشل شوې.
د استوګنیزو نمرو د ویش په ترڅ کې، د همدې ورځې په جریان کې ټولې (۱۰۵۰) راستنو شویو کورنیو ته د استوګنیزو ځمکو نمرې ووېشل شوې.
د دایمي مېشتېدنې او ځمکو وېش کمیټې د روانو هڅو په پایله کې تر دې دمه په ټول هېواد کې د وېشل شوو استوګنیزو نمرو شمېر ۵۵ زره او ۲۸۵ ته لوړ شوی دی.
د راستنو شویو هېوادوالو د دایمي مېشتېدنې، هوسا ژوند او د سرپناه برابرولو په موخه د ځمکو د وېش لړۍ په چټکۍ سره روانه ده او هڅې روانې دي چې دا بهیر لا منظم او اغېزمن ډول پر مخ یوړل شي.
