د ننګرهار ولایت په روداتو ولسوالۍ کې د امیرالمؤمنین مهاجرینو ښارګوټي د لومړي فاز د تفصیلي پلان د خط اچولو چارې بشپړې شوې
۱۴۴۸/۱/۱۵
د کور او ښار جوړولو وزارت د سروې او جي ایاېس ریاست تخنیکي ټیم، د ننګرهار ولایت په روداتو ولسوالۍ کې د امیرالمؤمنین مهاجرینو ښارګوټي د لومړي فاز د تفصیلي پلان د خط اچولو چارې بشپړې کړې.
یادې تخنیکي چارې د ښارګوټي د معیاري تطبیق، د استوګنیزو نمرو د منظم تنظیم او د ښاري پراختیايي پلان د پلي کېدو په موخه ترسره شوې دي.
د تخنیکي معلوماتو له مخې، په دې فاز کې د (6092) استوګنیزو نمرو خط اچونه د تصویب شوي تفصیلي پلان او نافذه تخنیکي معیارونو مطابق بشپړه شوې ده.
د یادونې وړ ده، چې د امیرالمؤمنین مهاجرینو ښارګوټي د سروې، پلان جوړولو او خط اچولو چارې، د معیاري ښاري پراختیا د اصولو پر بنسټ په دوامداره توګه روانې دي.
