د نوي کابل ښار د ابادۍ او پراختیا چارې په چټکۍ روانې او ځای ځای په پنځو برخو کې پرمختګ تر سترګو کېږي
۱۴۴۸/۱/۶
د کور او ښار جوړولو وزارت تر چتر لاندې د نوي کابل ښار د پراختیا پروژې په بېلابېلو برخو کې په چټکۍ سره د ابادۍ او پراختیا چارې روانې دي، چې موخه یې د عصري ښاري زیربناوو رامنځته کول، د ښاري خدمتونو پراختیا او د منظمې ښاري ودې لپاره د مناسبو شرایطو برابرول دي.
د نوي کابل ښار د پراختیا محترم عمومي ریاست مسؤلین وایي، دا مهال د نوي کابل ښار په ګڼو ساحو کې د سړکونو جوړولو، د ترانسپورتي شبکو پراختیا، د ځمکو د تنظیم او نورو بنسټیزو زیربناوو د جوړولو چارې دوام لري.
په ځانګړې توګه د کابل ـ بګرام سړک د پروژې کارونه او ورسره تړلي نور مهم سړکونه د لومړیتوب لرونکو پروژو په توګه په چټکۍ سره مخته وړل کېږي، چې بشپړېدل به یې د سیمې د ترانسپورتي اسانتیاوو په ښه والي او اقتصادي فعالیتونو کې د پام وړ اغېز ولري.
د کور او ښار جوړولو وزارت د نوي کابل ښار د پراختیا عمومي ریاست مسؤلین وخت په وخت له روانو پروژو څخه لیدنه او تخنیکي څارنه ترسره کوي، ترڅو ټولې چارې د منظور شوو پلانونو، تخنیکي معیارونو او انجنیرۍ نقشو له مخې پرمخ لاړې شي.
همداراز د څارنې په بهیر کې د غیر پلاني ودانیو، ساختماني سرغړونو او هر ډول غیر قانوني فعالیتونو د مخنیوي لپاره لازم اقدامات ترسره کېږي، څو د نوي کابل ښار پراختیا په منظم، معیاري او دوامدار ډول پرمخ لاړه شي.
د نوي کابل ښار پروژه د هېواد له مهمو ښاري پراختیایي پروژو څخه شمېرل کېږي، چې د نفوسو د زیاتوالي، د استوګنې د اړتیاوو پوره کولو، د پانګونې د جذب او د عصري ښاري چاپېریال د رامنځته کولو لپاره ځانګړی اهمیت لري.
تمه ده د روانو پروژو په بشپړېدو سره به د زرګونو کورنیو لپاره د استوګنې، سوداګرۍ او کاري فرصتونو مناسبې زمینې برابرې شي او نوی کابل ښار به د هېواد د معاصرې ښاري پراختیا په یوه بریالۍ بېلګه بدل شي.
