د کابل ښار په درېیمه ناحیه کې د ښاري سرغړونو د مخنیوي په موخه څارنه ترسره شوه
۱۴۴۷/۱۲/۳۰
د ښاري تخلفاتو د مخنیوي او د ساختماني پروژو د تطبیق د کنټرول عمومي ریاست اړوند د ښاري تخلفاتو د مخنیوي ریاست تخنیکي ټیمونو د خپلو دوامداره څارنو په لړ کې د کابل ښار په درېیمه ناحیه کې د یو شمېر ساختماني پروژو ارزونه ترسره کړه.
د دغې څارنې پر مهال هغه ودانۍ او پروژې وکتل شوې چې د ښاري پلانونو، نافذه قوانینو او د ګاونډیانو د حریم د نقض احتمال په کې موجود و.
همداراز د هغو پروژو چارې ودرول شوې چې د نافذه مقرراتو خلاف روانې وې او له یو شمېر مالکینو څخه وغوښتل شول چې خپل قانوني اسناد او جوازونه د اړوندو مراجعو له لارې وړاندې کړي.
د یادې څارنې موخه د ښاري پلانونو سم تطبیق، د ښاري سرغړونو مخنیوی، د ساختماني کیفیت لوړول او د ښاري نظم ټینګښت دی.
