د کابل ښار په دولسمه ناحیه کې د ښاري تخلفاتو د مخنیوي په موخه څارنه ترسره شوه
۱۴۴۷/۱۲/۲۹
د ښاري تخلفاتو د مخنیوي او د ساختماني پروژو د تطبیق د کنټرول عمومي ریاست اړوند د ښاري تخلفاتو د مخنیوي ریاست تخنیکي ټیم د کابل ښار د دولسمې ناحیې اړوند د احمد شاه بابا مینې څخه څارنه ترسره کړه.
د څارنې پر مهال څرګنده شوه چې د دیارلسم بلاک اړوند د څلورمې کوڅې په مسیر کې چې عمومي سرک ته وصل کېږي، د ښاروالۍ له لوري یو لوری تړل شوی او یو شخص ته د فعالیت اجازه ورکړل شوې وه، یاد شخص په دغه مسیر کې د دوکانونو د جوړولو چارې پیل کړې وې او د کوڅې د تګ راتګ لاره یې بنده کړې وه.
یاده ساحه له نږدې وڅېړل شوه او د دوکانونو له مالک څخه لیکلې ژمنه واخیستل شوه، څو د ټاکلې نېټې تر ټاکلي وخت پورې ټول غیرقانوني جوړښتونه تخریب کړي او د کوڅې او سرک مسیر بېرته خپل اصلي حالت ته راوګرځوي او د خلکو د تګ راتګ لپاره یې آزاد کړي.
یاده څارنه د ښاري تخلفاتو د مخنیوي د دوامدار پلان له مخې ترسره شوه او د کابل ښار په نورو ناحیو کې به هم دوام ومومي.
