د ثبات او هوساینې په لور د چټک یون په پایله کې نورو سلګونه کورنیو هم د دایمي مېشتېدو په پار ځمکې ترلاسه کړې
۱۴۴۷/۱۲/۲۵
د کور او ښار جوړولو وزارت د محترم وزیر الحاج مولوي نجیب الله حیات حقاني په لارښوونه او رهبرۍ د هېواد په پنځو ولایتونو کې ۷۷۳ راستنو شویو مهاجرو کورنیو ته د دایمي مېشتېدنې او د ژوند د مناسبو اسانتیاوو د برابرولو په موخه، د استوګنیزو ځمکو نمرې ووېشل شوې.
له دې ډلې، په ننګرهار ولایت کې ۳۶۴ راستنو شوو مهاجرو کورنیو ته، په سمنګان ولایت کې ۳۰ کورنیو، په هلمند ولایت کې ۱۱۵ کورنیو، په نیمروز ولایت کې ۵۴ کورنیو او په فاریاب ولایت کې ۲۱۰ راستنو شویو مهاجرو کورنیو ته د استوګنې ځمکې نمرې ورکړل شوې.
یاده پروسه د راستنو شویو هېوادوالو د ملاتړ، د هغوی د دایمي استوګنې د زمینې برابرولو او د ټولنیز ثبات د پیاوړتیا په موخه په منظم ډول روانه ده.
تازه، ۷۷۳ راستنو شویو کورنیو ته د استوګنیزو ځمکو نمرې وېشل شوې دي، چې له دې سره په ټولیز ډول د وېشل شویو نمرو شمېر ۴۲ زره او ۶۱۴ ته پورته شو.
د کور او ښار جوړولو وزارت له لوري د راستنو شوو مهاجرو کورنیو د بیا مېشتېدنې دا لړۍ په چټکۍ سره دوام لري او هڅه کېږي چې ټولو کورنیو ته د استوګنې مناسب شرایط برابر شي.
