د کابل ښار په دولسمه ناحیه کې د ښاري تخلفاتو د مخنیوي په موخه څارنه ترسره شوه
۱۴۴۷/۱۲/۲۵
د ښاري تخلفاتود مخنیوي او د ساختماني پروژو د تطبیق د کنټرول عمومي ریاست اړوند د ښاري تخلفاتو د مخنیوي ریاست تخنیکي ټیمونو،د کابل ښار د دولسمې ناحیې اړوند د احمد شا بابا مینې له بېلابېلو ساحو او ودانیزو پروژو څخه څارنه ترسره کړه.
د څارنې پر مهال د شنو ساحو وضعیت، د ښاري پلانونو د تطبیق څرنګوالی او روانې ودانیزې چارې وارزول شوې.
همدارنګه هغه موارد هم وڅېړل شول چې د ښاري اصولو او منظور شویو پلانونو د سرغړونې احتمال پکې موجود و.
د تخنیکي ټیم له لوري د یو شمېر پروژو له مالکانو وغوښتل شول چې خپل قانوني اسناد، جوازونه او اړوند مدارک د ارزونې لپاره له اړوندو ادارو سره شریک کړي، ترڅو د منظور شویو پلانونو او نافذه اصولو له مخې یې ارزونه ترسره او د اړتیا په صورت کې قانوني اقدامات وشي.
د یادې څارنې موخه د ښاري نظم ساتنه، د غیرقانوني ودانیزو فعالیتونو مخنیوی، د شنو ساحو خوندیتوب او د ښاري پلانونو سم تطبیق دی.
د کور او ښار جوړولو وزارت ټینګار کوي چې د ښاري تخلفاتو د مخنیوي او د ښاري معیارونو د پلي کېدو په موخه به د کابل ښار په بېلابېلو ناحیو کې د څارنې بهیر په دوامداره توګه روان وي.
