تازه؛ په څلورو ولایتونو کې ۱۲۴۱ راستنو شویو مهاجرو کورنیو ته د استوګنې نمرې ووېشل شوې
۱۴۴۷/۱۲/۱۶
د کور او ښار جوړولو وزارت په مشرۍ د راستنو شویو مهاجرو د دایمي مېشتېدنې او د ځمکو د وېش کمېټې له لوري، په څلورو ولایتونو کې ۱۲۴۱ راستنو شویو مهاجرو کورنیو ته د استوګنې نمرې ووېشلې.
له دغې ډلې، په ننګرهار ولایت کې ۵۸۴ راستنو شویو مهاجرو کورنیو ته، په فاریاب ولایت کې ۳۹۷ کورنیو ته، په فراه ولایت کې ۱۳۳ کورنیو ته او په هلمند ولایت کې ۱۲۷ راستنو شویو کورنیو ته د استوګنې نمرې وسپارل شوې.
په ټوله کې د تېرې دوشنبې ورځې، په جریان کې ۱۲۴۱ راستنو شویو کورنیو ته د دایمي استوګنې لپاره د ځمکو نمرې ووېشل شوې، چې موخه یې د راستنېدونکو هېوادوالو د سرپناه اړتیاوو ته رسېدنه او د هغوی لپاره د مناسب ژوند زمینه برابرول دي.
تر دې مهاله په ټول هېواد کې د استوګنیزو ځمکو د وېشل شویو نمرو شمېر ۳۶ زره او ۹۶۰ ته رسېدلی، چې د راستنو شویو مهاجرو د دایمي مېشتېدنې په برخه کې د روانو هڅو څرګندونه کوي.
ټینګار پر دې دی، چې د راستنېدونکو مهاجرو د ملاتړ، دایمي مېشتېدنې او د ژوند د اسانتیاوو د برابرولو بهیر به لا هم په چټکۍ سره دوام ومومي او هڅې روانې دي چې لا ډېرو راستنو شویو مهاجرو کورنیو ته ورته خدمتونه او اسانتیاوې برابرې شي.
