د ننګرهار رودات ولسوالۍ د “امیرالمؤمنین” مهاجرینو ښارګوټي د څلورو فازونو تفصیلي پلانونه بشپړ او لاسلیک شول
۱۴۴۷/۱۲/۲
د کور او ښار جوړولو وزارت محترم وزیر الحاج مولوي نجیب الله حیات حقاني، په خپل کاري دفتر کې د ننګرهار ولایت په رودات ولسوالۍ کې د «امیرالمؤمنین» مهاجرینو ښارګوټي د څلورو فازونو اړوند تفصیلي پلانونه تائید او لاسلیک کړل.
ښاغلی وزیر الحاج مولوي نجیب الله حیات حقاني باور لري، چې د تفصیلي پلانونو د بشپړېدو سره سم به مهاجرینو ته د استوګنیزو نمرو د وېش بهیر لا چټک او پراخ شي.
د تفصیلي پلانونو په بشپړېدو او تطبیق سره به راستنې شوې مهاجرې کورنۍ په اساسي او معیاري ډول د استوګنې زمینه ترلاسه کړي.
د «امیرالمؤمنین» مهاجرینو ښارګوټي لپاره ټولې (۲۵۹۸۱) پنځه ویشت زره، نهه سوه او یو اتیا استوګنیزې نمرې ځانګړې شوې دي، چې په شفاف او عادلانه ډول یې پر راستنو شوو مهاجرو کورنیو د وېش بهیر روان دی.
د ښارګوټي تفصیلي پلانونه د عصري ښار جوړولو اصولو، عامه اړتیاوو او راتلونکو پرمختیایي اړتیاوو ته په پام سره ترتیب شوي دي.
په دې ښارګوټي کې د استوګنې تر څنګ د سړکونو، جوماتونو، ښوونځیو، روغتیايي مرکزونو، شنو ساحو، د اوبو رسولو شبکو او نورو عامه خدمتونو لپاره هم ځانګړي ځایونه په پام کې نیول شوي، څو د اوسېدونکو لپاره مناسب او باکیفیته چاپېریال رامنځته شي.
د راستنېدونکو مهاجرینو دایمي او باعزته مېشتېدنه د کور او ښار جوړولو وزارت له مهمو لومړیتوبونو څخه دي او هڅې روانې دي، څو په بېلابېلو ولایتونو کې ورته نور ښارګوټي هم طرحه او عملي شي.
